افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو يو ځل بیا د سره صلیب ادارې فعاليتونو ته اجازه ورکړه

طالبانو يو ځل بيا د سره صلیب نړيوالې ادارې ته اجازه ورکړې، چي په افغانستان کې خپل درېدلي فعاليتونه بېرته پيل کړي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې راغلي، د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالبانو او د سره صليب د استازو ترمنځ له مسلس بحثونو وروسته د سره صليب نړيوالې ادارې ژمنه کړې، چې د طالبانو له لوري وړاندې شوي شرطونه به عملي کوي.

طالبانو د روان کال اپرېل مياشت کې د سره صليب پر فعاليتونو بنديز لګولی و او تور يې پورې کړی و، چې دغه اداره له طالبانو سره په کړو ژمنو او وعدو عمل نه کوي.

د سره صليب نړيوالې ادارې هغه مهال ويلي و،چې طالبانو سره به د خپلو فعاليتونو د بيا پيلولو لپاره مذاکرات وکړي او بالاخره نن يې يو ځل بيا يادې ادارې ته د فعاليتونو اجازه ورکړې ده.

طالبان وايي، د سره صليب نړيوالې ادارې سره يې خپل تعهد بېرته تازه کړ او د اعلاميې له لارې يې خپلو ټولو جنګياليو ته امر کړی، چې د سره صليب نړیوالې ادارې د کار کوونکو او اړوندو اجناسو په امنيت ساتلو کې مرسته وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون