لوبې

هندوستان ټیټ هدف څخه دفاع او اسیا جام وگټله

د ۱۹ – کلنو اسیام جام پایلوبې کې هندوستان د بنگله‌دېش په وړاندې لوبه وکړه او دغې لوبې کې يي خپل ټیټ هدف څخه دفاع کولو سره د دغو سیالیو اتلولي وگټله.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان کمزورې توپ وهنې پایله کې ۳۲٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او بنگله‌دېش ته يي د ۱۰۷ منډو اسانه هدف وټاکه.

هندوستان لپاره کرن لال په ۴۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷ او جورېل په ۵۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

بنگله‌دېش لپاره چاودوري او شمیم حسین درې درې او تنظیم حسن او شاهین عالم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌دېش هم ډېره کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۳۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او یوازې په ۵ منډو يي ماتې وخوړه.

بنگله‌دېش لپاره اکبر علي په ۳۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۳ او چاودوري په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

هندوستان لپاره انکولېکر ۵، اکاش سېنگ ۳ او پټېل او مېشرا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون