سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: طالبان د خپلې تېروتنه په سمولو نه پوهېږي

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په تېرو څو ورځو کې يې طالبان تر هر وخت زيات ځپلي دي.

ټرمپ دا څرګندونې له طالبانو سره د سولې خبرې له لغوه کولو يوه اوونۍ وروسته کړي او وايي، چې د کابل ښار کې د سپټمبر په پنځمه د طالبانو برید ناسمه پرېکړه وه او طالبان اوس د خپلې تېروتنې په سمولو نه پوهيږي.

د ټرمپ اشاره هغه برید ته وه، چې د سپټمبر په پنځمه طالبانو د کابل ښار نهمې حوزې عبدالله څلور لارې ته څېرمه شش درک سيمه کې د بهرنيو پوځيانو پر کتار موټربم برید وکړو چې پر مهال د دوو ناټو سرتېرو سربېره دوولس ملکيان هم وژل شوي وو.

د امریکا ولسمشر زياته کړې، چې طالبانو سره د خبرو لپاره نورې لارې هم شته، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا لارې چارې کومې دي.

طالبان وايي، تر څو، چې بهرنيو پوځيانو پر دوی بریدونه نه وي بند کړي او توافق ليک يې نه وي لاسليک کړی، دوی به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ په مسکو کې د روسيې له ار ټي ټلويزوني شبکې سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوی لا هم د سولې هوکړې ته ژمن دي، خو که امریکا پر جګړه ټينګار کوي، دوی تر سلو نورو کلونو هم جګړه کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون