افغانستان سلايډ (فيچر)

د کابل په ګډون د يوولس ولايتونو وارداتي برېښنا پرچاو شوې

بريښينا شرکت اعلان کړی، چې افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برښينا مزي په بغلان ولايت کې پرې شوي، چې له امله يې د پلازمېنې کابل په ګډون د يوولس ولايتونو بريښنا پرچاو شوې ده.

برېښنا شرکت وايي، له ازبکستانه د راغلې برېښنا مزي د بغلان ولايت پلخمري ولسوالۍ عسقلان سيمه کې پرې شوي او د شرکت کارکوونکي يې د بېرته جوړولو لپاره په کار بوخت دي.

د برېښنا شرکت زياتوي، چې د تاجکستان برېښنا مزي تېره ورځ د بغلان په ډنډ شهابد الدين سيمه کې د جګړې له امله پرې شوي وو.

چارواکو دا نه دي ويلي، چې د برېښنا پرې شوي مزي به کله وتړل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون