لوبې

د نبي هڅکې شپږیزې؛ افغاستان د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه

همدا اوس د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او بنگله‌‌دېش لوبه روانه ده. دغې لوبې کې افغانستان لومړۍ توپ وهنې سره د محمد نبي پیاوړې توپ وهنې په مرسته بنگله‌‌دېش ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره نننۍ لوبې کې هم حضرت الله ځاځی او رحمن الله گربز توپ وهنه پیل کړه، خو رحمن الله گربز د لوبې په لومړۍ بال د سیف الدین له لوري کلین بولډ شو او پر ځای يي نجیب ترکی توپ وهنه پیل کړه. له ځانگړی ځنډ پرته حضرت الله ځاځی هم یو ځل بیا غلط شاټ وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

د افغانستان د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ بیا هم ادامه پیدا کړه او د لوبې درېیم اور په وروستی بال نجیب ترکی شپږیزې وهلو څخه وروسته د بلې شپږیزې وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول درې اورونو کې افغانستان درې مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې.

له ځانگړی ځنډ او منډو پرته نجیب الله ځدران هم وسوځېد او په ځای يي محمد نبي له اصغر افغان سره ملگرتیا پیل کړه. محمد نبي او اصغر افغان غوره ملگرتیا سره افغانستان له ستونزمنو حالاتو وژغورله او د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته يي د پای ټکی کېښود.

د لوبې اوولسم اور په دوهم بال اصغر افغان له محمد نبي سره په ۶۴ توپونو د ۷۹ منډو غوره ملگرتیا څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. د همدې اور په وروستی بال گلبدین نایب هم له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د افغانستان شپږم لوبغاړی هم وسوځېد.

د محمد نبي پیاوړې او چټکه توپ وهنه او هڅکې شپږیزې افغانستان سره غوره هدف ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره افغانستان شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۴ منډې جوړې کړې او بنگله‌دېش ته يي د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره محمد نبي په ۵۴ توپونو د دریو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۸۴ ناسوځېدلې منډې او اصغر افغان په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

حضرت الله ځاځی په ۲ توپونو ۱، نجیب ترکی په ۱۳ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۱، نجیب ځدران په ۷ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵، گلبدین نایب په ۲ توپونو صفر او کریم جنت په ۶ توپونو ۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره سیف الدین ۴ او شکېب الحسن ۲ وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون