روغتيا او ژوند

له قبض څخه کړېږئ؟ دغه ازمویل شوې نسخه وازمویئ

ایا پوهېدئ چې یوازې امریکا کې خلک هر کال ۲۵۰ مېلیونه امریکايي ډالر یوازې د قبض ناروغۍ د درملنې لپاره کاروي؟ دغه ستونزه د مختلفو لاملونو له امله افغاستان کې هم ډېره عامه ده.

حیرانوونکی ټکی دا دی چې اکثره خلک په دغه ناروغۍ د فایبر نه لرونکو خوړو او په ورځني ډول لږه اندازه اوبه څښلو له امله اخته کېږي، او دغه ناروغي بیا د نورو عادي او پېچلو ناروغیو لامل گرځي.

که تاسې هم له دغې ستونزې سره مخ یاست، نو لاندې ورکړل شوې نسخې چې له درملو څخه زیاتې اغېزمنې ثابتېږي او ساینس هم ثابتې کړي وازمویئ.

گبین او لیمو څخه جوړ شوی چای
دغه چای جوړول ډېر زیات اسان دی، یوازې اوبو کې باید گبین او د لیمو اوبه واچوئ. گبین یوه اندازه د جلاب ځانگړنې لري او لیمو بیا په طبیعي ډول د هاضمې سیستم په حرکت راولي او له بدن څخه زهري مواد هم خارجوي.

زیاتې اوبه څښل عادت وگرځوئ
نارینه باید په ورځني ډول ۳٫۷ او ښځینه باید ۲٫۷ لیتره اوبه وڅښي. د قبض یو له سترو لاملونو څخه کلک او وچ فضله مواد دي، خو مناسبه اندازه اوبه څښل د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي او بدن څخه په اسانۍ سره فضله مواد خارجوي. اوبه او د میوې طبیعي جوس د قبض لپاره تر ټولو غوره درمل بلل کېږي. دغې موخې لپاره د مڼې اوبه بیا تر ټولو غوره انتخاب دی. د قبض پر مهال کیفین لرونکي مشروبات لکه چای، کافي یا خوږو مشروباتو څخه ځان لرې وساتئ.

فایبر لرونکي خواړه
فایبر لرونکي خواړه د قبض څخه د مخنیوي او درملنې لپاره ډېر زیات مهم دي. په ورځني ډول ۲۰ – ۳۰ گرامه فایبر انسان له قبض ناروغۍ څخه لرې ساتي. سېب، انځر، د دالو مختلف ډولونه، لوبیا او یو شمېر نور خواړه د فایبر غوره سرچېنو څخه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون