لوبې

افغانستان خپل نړیوال رېکارډ مات کړ

افغانستان اوسمهال د زمبابوي او بنگله‌دېش په وړاندې درې اړخیزې شل اوریزې لوبې کوي، چې تر دې دمه دوه لوبې يي کړي او دواړه لوبې يي گټلي هم دي.

افغانستان تېره ورځ د محمد نبي او مجیب الرحمن غوره لوبې پر مټ د بنگله‌دېش لوبډلې ته د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره يي خپل پخوانی نړیوال رېکارډ مات کړ.

له دې وړاندې افغانستان په پرلپسې توگه ۱۱ شل اوریزې لوبې گټلې وې، چې دا د نړیوالو شل اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې پرلپسې بریاوې وې. افغانستان دغه رېکارډ وېسټ انډیز، متحده عربي امارات، عمان او ایرلینډ ته مختلفو شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکولو سره جوړ کړی و.

خو اوس افغانستان په پرلپسې توگه ۱۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې گټلو سره خپل پخوانی رېکارډ مات کړ، او امکان لري راتلونکو لوبو کې دغه رېکارډ نور هم وغځوي.

افغانستان د ۲۰۱۸ له فبرورۍ څخه تر اوسه ۱۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي او ټولې لوبې يي گټلي هم دي.

دغه رېکارډ جوړولو لپاره افغانستان د ۲۰۱۸ د فبروري په پنځمه او شپږمه زمبابوي ته، د ۲۰۱۸ د جون په درېیمه، پنځمه او اوومه بنگله‌دېش ته، د ۲۰۱۸ د اگست په شلمه او دوه ویشتمه ایرلینډ ته، د ۲۰۱۹ د فبروري په ۲۱مه،۲۳مه او ۲۴مه بیا هم ایرلینډ ته، د سپټمبر په ۱۴مه زمبابوي او په پنځلسمه بنگله‌دېش ته ماتې ورکولو سره خپل پخوانی نړیوال رېکارډ مات کړ.

افغانستان د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو پایلوبې څخه وړاندې د سپټمبر په ۲۰مه د زمبابوي په وړاندې او په ۲۱مه د بنگله‌دېش په وړاندې لوبې لري، او د ملي لوبډلې تېرو لوبو ته کتو سره ډېر امکان لري چې ملي لوبډله خپل دغه رېکارډ له دې هم وغځوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون