لوبې

محمد نبي له افریدي او وېراټ کولي څخه وړاندې شو

محمد نبي درې اړخیزو شل اوریزو لوبو کې هم د زمبابوي او هم د بنگله‌دېش په وړاندې پیاوړې، چټکه او لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه، چې بنگله‌دېش په وړاندې پیاوړې لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

محمد نبي د بنگله‌دېش په وړاندې د لوبې غوره لوبغاړی جایزې گټلو څخه وروسته د پاکستان شاهد افریدي او د هندوستان لوبډلمشر وېراټ کولي څخه وړاندې شو.

تېره ورځ د بنگله‌دېش په وړاندې د لوبې غوره لوبغاړی جایزې گټلو سره محمد نبي د نړیوالو شل اوریزو لوبو په تاریخ کې تر ټولو زیات د لوبې غوره لوبغاړی جایزه گټونکی لوبغاړی شو.

محمد نبي ۲۰۱۰ – ۲۰۱۹ پورې ۷۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۲ ځلي د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی، او دغه برخه کې يي د پاکستان شاهد افریدي او د هندوستان وېراټ کولي شاته پريښي.

دغه درجه بندۍ کې شاهد افریدي ۹۹ لوبو کې ۱۱ جایزې، وېراټ کولي ۷۰ لوبو کې ۱۰ جایزې او د وېسټ انډیز کرېس گېل، د استرالیا شېن واټسن، د افغانستان محمد شهزاد، او د پاکستان محمد حفیظ هر یو ۹ ځلي د لوبې غوره لوبغاړی جایزې گټلو سره په ترتیب سره دوهم، درېیم، څلورم، پنځم، شبږم او اووم مقام خپل کړي.

دغه نوملړ کې له محمد نبي چې لومړی مقام يي خپل کړی او محمد شهزاد چې شپږم مقام يي خپل کړی پرته د نور افغان لوبغاړو نوم نه تر سترگو کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون