افغانستان سلايډ (فيچر)

د سولې د خبرو له دریدو وروسته یو بل بهرنی عسکر ووژل شو

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه وایي نن دوشنبه / سپتمبر۱۶مه یې افغانستان کې یو بل عسکر وژل شوی خو د وژل شوي عسکر د هویت او پيښې په اړه نور زیات معلومات یې نه دي ورکړي.

په داسې حال کې چې د امریکا جمهور رییس ډونلډ ټرمپ تر هغه وروسته چې د ستمبر د میاشتې په ۷مه په پلازمېنه کابل کې د طالبانو په یوه برید کې یو امریکايي عسکر و وژل شو او نوموړي د طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل. دا دوهم امریکايي عسکر دی چې په لنډه او حساسه موده کې وژل کېږي.

له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو وویل چې په څلورو ورځو کې يې ۱۰۰۰ طالبان وژلي دي، چې د دې ډلې ویاندویان یې نه مني.

د طالبانو یوه استازي شیرمحمد عباس ستانکزي د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې د روسیې له آر ټي تلویزیون سره  په مرکه کې وویل چې دا یې حق دی چې د خپل ځان او بې ګناه ولس څخه چې هره ورځ په بمباريو او چاپول کې وژل کېږي دفاع او د بهرني اشغال خلاف جګړه وکړي.

د یادونې ده ، چې وسله والو طالبانو نن په کندهار او د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالي کې د ګډو ځواکونو سره د نښتو او مرګ ژوبلې اړولو خبرونه ورکړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون