افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل ښار کې دفاع وزارت ته څېرمه چاودنه شوې

د کابل ښار نهمې حوزې احمد شاه مسعود څلور لارې ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چاودنه د دفاع وزارت پيژنتون رياست مخته شوې ده.

له چاودنې ورسته په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې هم اورېدل کيږي.

د چاودنې نوعيت او تلفاتو په اړه تر اوسه نور جزيات نه دي ترلاسه شوي.

تر دې لږه شېبه وړاندې د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې هم د ولسمشر غني ټاکنيزې غونډې ته څېرمه درنه چاودنه شوې ده، چې ۵۵ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون