سلايډ (فيچر) سوله

ايا د امریکا او طالبانو خبرې به بيرته پيل شي؟

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان سپټمبر په اوومه نيټه له طالبانو سره د سولې خبرې په داسې حال کې لغوه کړې، چې د دواړو لوريو ترمنځ له نهو مياشتو ستړو کوونکو مذاکراتو وروسته د سولې تړون مسوده بشپړه شوې وه او يوازې د لاسليک او اعلان وخت يې پاتې و.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ کې وويل، چې طالبانو د سپټمبر په ۵مه کابل ښار کې د موټربم برید کې د يوه امریکايي پوځي سربېره دوولس نور کسان ووژل او نور ورسره خبرې کول بې ګټې دي.

ټرمپ تر دې وروسته په سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره په خبرو کې طالبان جګړه خوښي وبلل او زياته يې کړه، چې «څومره چې زما فکر دی، له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوي دي.»

خو د ټرمپ له څرګندونو يوه ورځ وروسته د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو له سي ان ان ټلويزيون سره د مرکې پر مهال له طالبانو سره خبرو ته مشروط چمتووالی ښوولی و.

پامپيو ويلي و، که طالبان له نړيوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي او دا په عمل ثابته کړي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدينو پر ضد نه کارول کيږي، امریکا به ورسره بېرته خبرې پيل کړي.

طالبانو د ټرمپ څرګندونو په اړه په خپل غبرګون کې وويل، چې د سولې خبرو لغوه کولو تر ټولو زيات زيان به امریکا ته ورسيږي او په نړيواله کچه به يې باور ته هم زيان ورسيږي.

د ټرمپ پر وړانډې د طالبانو غبرګون نسبتا نرم و او د سياسي دفتر سرچينې وايي، د امریکا مرکچي پلاوی له دوی سره په اړيکې کې دی او له دوی غوښتنه کوي، چې له توندو څرګندونو ډډه وکړي او دوی په دې هڅه کې دي، چې ټرمپ له خپله دريځه واړوي.

په لومړي وخت کې د افغانستان ملي يووالي حکومت د امریکا او طالبانو د خبرو لغوه کولو ته خوښي وښوده، خو ګڼ شمېر نړيوالو ډيپلوماټانو او حکومتونو د خبرو له ځنډولو سره مخالفت وښود او د پيا پيلېدو غوښتنه يې وکړه.

چين، روسيې، ملګرو ملتونو او ځينو ډيپلوماټانو د خبرو ځنډول د امریکا او افغانستان په زيان بللي او ټينګار يې کړی، چې دا خبرې بايد بېرته پيل شي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ «يونما» پخواني مشر کای اېډي د خبرو په ځنډولو اندېښنه ښوولې او هيله يې ښکاره کړې، چې دا خبرې به ډېر ژر بېرته پيل شي.

کای ايډی وايي، د تېرو اتلسو کلونو جګړو ثابته کړې، چې روان بحران له پوځي لارې نه شي حل کېدای او د دې لپاره بايد په ګډه سوله‌ييزې هڅې وشي.

د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې هم تېره ورځ په مزار شريف کې رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د خبرو ځڼدولو ستونزه لنډمهالې ده او ډېر ژر به د امریکا او طالبانو خبرې بيرته پيل شي.

د خبرو له ځنډېدو وروسته د طالبانو د سياسي دفتر استازو د سيمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړي دي.

تېره اوونۍ د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوی د سولې په اړه د خبرو لپاره مسکو ته تللی او ورپسې تېره ورځ د دفتر بل مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی تهران ته تللی دی.

که څه هم د امریکا او طالبانو خبرې لغوه شوي، خو طالبان وايي، د افغانستان بحران سياسي حل په موخه د سيمې هېوادونو سره په اړيکې کې دي او په دې تړاو ورسره سلامشورې کوي.

امريکايي چارواکي پوهيږي، چې روسيه، چين او ایران په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي او نه غواړي، د سولې خبرو لاسته راغلی چانس له لاسه ورکړي او په مقابل کې يې د امریکا پر ضد د روسيې، ایران، چين او طالبانو اتحاد قوي شي.

ډېری امریکايي رسنۍ هم وايي، د امریکا او طالبانو خبرې به بيرته پيل شي.

د سولې خبرو له درېدو وروسته واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز، واشنګټن ايکزايمنر، يو ايس اې ټو ډې او ګڼو نورو رسنیو د خبرو ځنډولو په اړه د ولسمشر ټرمپ له دريځ سره مخالفت کړی او وايي، چې د سولې خبرې بېرته پيلول د امریکا اړتيا ده او ټرمپ بايد د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپل ولس سره د افغانستان جګړې د پای ته رسولو ژمنه عملي کړي.

طالبان وايي، لا هم له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ په مسکو کې رسنيو ته وويل، چې دوی لا هم له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي.

د امریکايي چارواکو، ملګرو ملتونو، ناټو او طالبانو له وروستيو څرګندونو او ځمکنيو حالاتو همدا بريښي، چې د سولې درېدلې خبرې به بېرته شي او ښايي دواړه له څه وخت بحثونو او ناستو وروسته د روانې جګړې د بهرني د حل لپاره يوې پایلې ته ورسيږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون