سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا او ملګرو ملتونو د کابل او پروان وروستي بریدونه غندلي

امريکا او ملګرو ملتونو په کابل ښار او پروان ولايت کې د طالبانو د تېرې ورځې خونړي بریدونه غندلي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې ويناپاڼه کې د طالبانو وروستي بریدونه غندلي او پر طالبانو يې غږ کړی، چې د جګړې پر ځای د سولې لاره غوره کړي او شته بحران له سوله‌ييزې لارې حل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش هم دغه بریدونه غندلي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ «يونما» هم دغه بریدونه غندلي او دا يې له ټولو بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

طالبانو د پروان او کابل ښار د بریدونو مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي و، د پروان چاودنه يې د پوليسو ښوونيز مرکز په نظام قراول کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګارډ او ملي امنيت پر ځواکونو کړی او د لسګونو ځواکونو د وژلو ادعا يې کړې وه.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي و، دغه چاودنه د ولسمشر غني ټاکنيزې غونډې ته څېرمه شوې وه، په دې برید کې د څلورو سرتېرو په ګډون ۲۶ ملکيان وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان وو.

طالبانو د دغې پېښې د مسووليت منلو سربېره ويلي، چې دوی پخوا هم خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنيزو غونډو کې له ګډونه ډډه کړي.

د پروان له چاودنې وروسته د کابل ښار نهمې حوزې کې د دفاع وزارت پېژنتون رياست مخته هم درنه چاودنه شوې وه او طالبانو يې مسووليت منلی و.

طالبانو ويلي و، د کابل په برید کې يې ۱۸ سرتيري وژلي دي، خو نصرت رحيمي وايي، په وروستۍ چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون