سلايډ (فيچر) کورنۍ

ویسا ورځپاڼه: اوسنی حکومت څومره ظرفیت لري؟

طالبانو په بغلان او کندز کې د وارداتي برېښنا څلور پایې ونړولې او د کابل په شمول یې ۱۱ ولایتونه په تیارو کې ډوب کړل.

طالبانو په دغه کار په اصطلاح په یوه غشي څو نښې وویشتلې.

حکومت ته یې د بریدونو ځواب ورکړ او دایې ور وښودله چې په هر ډول حالت کې دوی متقابل ځواب ورکولی او د حکومت غرور ماتولای شي.

دا یې وښودله چې راتلونکي انتخابات به له امنیتي ننګونو ډک وي او په لویه کچه به د دې پروسې د ګډوډولو او نا امنه کولو هڅه وکړي چې په دغسې صورت کې به د انتخاباتو پروسه د درغلیو او لاسوهنو پر ستونزو سربېره خامخا خپل مشروعیت له لاسه ورکړي او حکومت چې په انتخاباتو ډېر ټینګار کاوه په لوی لاس به ولس بل بحران ته بوځي.

د طالبانو دې وروستي اقدام د حکومت هغه د کاسا زر او تاپي پروژو په باب لاپې او ډنډورې هم غلطې ثابتې کړې، دا یې وښودله چې سوله رانشي جګړه ختمه نشي د تاپي او کاسا زر په څېر د لویو پروژو د پلي کېدو خبرې هسې هوا ګزول دي.

په بغلان او کندز کې د وارداتي برېښنا ستنې داسې مهال چپه کړای شوې چې تر هغه یوه ورځ وړاندې د ولسمشر ویاند صدیقي د انتخاباتو لپاره د حکومت لخوا د سولې د پروسې په ټپه درېدو خبره وکړه.

اصلاً دغه کار وښودله چې د افغان ولس لومړۍ اړتیا او تر ټولو ستر ارمان سوله او د روانې بدمرغې جګړې ختمول دي. که دغه جګړه ختمه نشي او سوله د څو تنو د شخصي هوسونو قرباني شي، په ټس کې به یې ټول ولس درنه بیه ادا کوي.

جګړه به دوام لري، جنازې به د ادیرو په لور روانې وي، برېښنا به یوه ورځ وي د بلې تضمین به نه وي، فابریکې به مو ولاړې او بالاخره به پانګوال د پخوا په څېر خپلې پاتې پانګې هم د باندې باسي.

ښارونه به مو د څو شپو په څېر په تیارو کې ډوب وي. د طالبانو په دغه وړوکي اقدام کې د حکومت د ظرفیت او وړتیاو لوی ازمېښت ترسره شو. درېغه دوی خپل ظرفیت او وړتیاوې درک کړې وای، د تشو دروغو، تکراري لاپو او عوام فرېبۍ پر ځای یې ځانونه او ولس له دې ستر عذابه ژغورلي وای. د سولې د یوه معقول او عملي میکانیزم له مخې یې د جګړې د بدمرغیو او ذلتونو د دغه تور دوران په پایته رسولو کې یو رغنده رول لوبولی وای.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون