سلايډ (فيچر) نظر

سوله؛ او د فاتح طالب په اړه د هوښیارو کابلیانو اندیښنې

استاد محمد زمان مزمل

افغانستان او کومیډي تحولونه:

معاصر افغانستان په اول او دویم پړاو کې یعنې د پوپلزو او محمدزو د حکمرانۍ په دوران کې د تیمورشاه او دوست محمد زامنو او لمسیانو له سیاست او پاچاهۍ نه داسې کومیډي تاریخ پریښود چې زیاتره سردارانو او امیرانو پکې اول پلا او دویم پلا حکومتونه هومره تکرار شوي چې له توره بخته ملت پکې د لوی احمدشاه بابا هاغه پتمنه امپراتوري بایلودله چې د پترې کبیر او ناپلیون له امپراتوریو سره همزولې پیل شوې وه.

زموږ له بده شامته د شوروي له سقوط وروسته برګ او ننګین تحولات په هماغه سټایل واوبدل شول چې د تحول مشران پکې هماغسې په اول او په دویمه پلا را روان دي.

استاد رباني دوه ځل کابل ته راغی،ظاهرشاه بیا هم که پاچا نه و د بابا تر چوغې لاندې دویم ځل راغی،حکمتیار صیب دوه ځلي کابل ته راغی او دا د اوس هغه تر ټولو زیات جنګیدلی او زیات زوریدلی طالب په دویمه پلا را روان دی؟.

پدې کې شک نشته چې طالب د امریکا د تاریخ تر ټولو لوی جنګ او د دنیا د تاریخ تر تولو لوی ائتلاف او له خپل ملت سره د ټولو ډلو ائتلاف دا ټول په یو ځای مات کړل ولې دا چې طالب پکې د غچ جذبه او د روادارۍ روحیه کوم ځای ته ښکته یا پورته کړیده دا هماغه نامعلومې اندیښنې دي چې هوښیار کابلیان یي د دغه فاتح طالب په اړه لري.

کیدای شي پر دغو اندیښنو لنډ راورګرځو.

اوله اندیښنه:
طالب راځي؟؟

د انديښنې منشأ پکې همدا ده چې طالب پکې دویمه پلا را روان دی.

د طالب په اړه کابلیان او بیا ښځینه څه په حقه اندیښنې لری او څه هغه اندیښنې دي چې د جنګ تأثر او تریخ تسلسل او د هغه غرب او د طالب مخالف افغاني ډلو پکې نوشادر پاشلي دي.

باور وکړی چې د طالب راتګ ته یعنې سولییز راتګ ته اتیا سلنه افغانان خوشحاله دي.
قابل ملاحظه سلنه پکې د طالب د پرونیو مخالفینو ده ځکه شریف افغانانو تیره اتلس کلنه دوره او ټیټ سوچي حکمرانان ښه تجربه کړل او داسې څوک پکې پاتې نشو چې هغه پکې فکر وکړي چې دی د یو حکومت تر چتر لاندې ژوند کوي.

که څه هم دا دوره په محدودو اړخو کې خپلې برترۍ لري لکه د بیان ازادي.

منم چې پدې کړاو او بدمرغه پړاو کې به طالبان هم رول لري ولې طالب پکې ځکه مسؤلیت نلري چې د انتخاباتو په کمپاین کې خو کابلیان د همدغه غلو ډلو لپاره ګډیدل.

بیا هم شل سلنه افغانان او زیاتې یي ښاري ښځې له طالب نه ویره او اندیښنه لري فکر کوي چې له کوره وتل به یي د طالب له قمچینو سره مخامخ کړي ولې طالب په مسکو او قطر کې تکرار وویل چې د اول پړاو اشتباوې به نه تکراریږي.

دا که د یوې خوا د بهرنیو ادارو پروپاګنده ده د بلې خوا طالب ته هم پکار ده چې حکومتولي او سیاسي عمل یو رواداري او وسیع کلتور غواړي چې د غرو نه راښکته شوی طالب به پکې ډیر وخت وغواړي چې د خلکو اندیښنو ته یي اول پام شي او بیا یي محترمې وګڼي.

دویم اندیښنه:

امریکا ځي؟؟

افغاني ډلو په تیر څلویښت کلن پړاو کې د سیاست ډیرې ټیټې او ترخې تجربې شاته پریښودې ولس له دوې نه ډیر کړاو ولید
ولې دې ډلو په پردۍ وسله او پخپلو تنخواخورو بړیڅو دا ملت برمته کړی.

ځوان نسل پکې له بدمرغه احمقانه او پړاو په پړاو تقسیمیږي.

د یو واحد ملت شیرازه پکې په کمزوري حد کې پاتې ده
د همدې ځایه خلکو د امریکا راتګ او دلته دغه نسبي امنیت چې په لویو ښارو کې یي ناټو په چتر کې وینې غنیمت ګڼي.

اوس چې سولې په اول پړاو کې د امریکا د تک خبره مطرح ده زیات خلک اندیښنه لري چې د امریکا په تګ به دا افغاني ډلې هغوی بیا پر یوه ټیټ بحران سپاري او ددې یوه بده نمونه هغوی په تیر تاریخ کې نږدې لیدلې هم ده.

که څه هم ددې اندیښنې ریښې د کابل او طالب دواړو خواوو مشرانو په دغه ټیټ تعامل کې دي چې تر نن پورې نه پکې طالب دا خبره د ملت غوږ ته ورسولی شوه چې موږ له خپلو خلکو سره د جنګ پالیسي نه تکراروو او نه پکې دغه د امریکا په حمایه کې پاتې حکومت د سولې لپاره هاغسې غږ پورته کړ چې کم له کمه د عبدالله عبدالله په شان ووایي:
چې که یوه ورځ انتخاباتو نه مخکې سوله اعلان شي انتخاباتو ته نه ځم.

موږ باور لرو د کابلیانو دا اندیښنه باید د هاغسې بین الافغاني ټیم په تشکیل کمه شي چې د جنګي ډلو دوه برابره پکې هغه افغانان برخه ولري چې واقعا په سوله ایمان لري.

د امریکا ځي اندیښنې تر شا لویه لکۍ لري او هغه دا چې موږ پاکستان او ایران ته پاتې کیږو،
دا پروژې او مؤسسې به په ځای دریږي، افغانۍ به نوره هم ښکته ځي،د ابادۍ روان حرکت به له سرعت لوییږي،تنخواوې او د رشوتخورو مامورینو خورد و بورد به په ژوند سیاست او نظام خپلې اغیزې ولري ،د اردو، پولیسو بارکونه او تنخواګانې او د رشوتخورو مامورینو معاشونه دا هغه د غم وریځ ده چې د هر مامور او دولتي کس په کور د غم باران وروي.

د خلکو ژوند له پیله د امریکا سره بې خایه غوټه خوړلې بې ځایه ځکه چې نه یي دغه کابلیان له طالب وژغورلای شول او نه یي خوارکي ننګرهاریان د پاکستان د میزایلو او ډزو نه.

بیا هم د امریکا اشرګړي افغانان د امریکا تګ یوه صدمه ګڼي او طالب پکې د امریکا بعد افغانستان نه ښه تصویر نشي ارایه کولی ځکه مولاناصاحب لا د جنګ نه سیاست ته د طلوع ډیر پاټکه په کې کې لري
د هغوی د پڅو خولو نه مګر څوک د راتلونکي افغانستان طرحه په امبورو وباسي چې دوې ګډ حکومت غواړي،بې طرفه حکومت غواړي ،د امریکا په تګ په همدغه حکومت باور کوي نور خپلو درسو ته ځي
اخر دومره په ځنډ غږیدل په سیاست کې فاجعه ده ځکه امریکا ځي،امریکا چې طالب یي فتحه ګڼي او کابلیان په ناحقه خپل شکست.

دریمه اندیښنه:

مبادا امریکا مو پاکستان ته ورسپاري؟؟

ایران، پاکستان او هند د سیمې ځواکمن لوبغاړي دي
پرون شوروي پر هند حساب کاوه امریکا پر ایران او پاکستان دواړو.

د شوروي پر ماته او د طالبانو سره د پاکستان روابطو د امریکا اعتماد پر پاکستان کم کړ او د یوې مودې لپاره امریکا خپل باور پر هند زیات کړ
کله چې پاکستان قضیه درک کړه نو په وروستیو کلونو کې پاکستان امریکا ته ددې غلطۍ پوره سزا ورکړه
او امریکا په افغانستان کې هاغه ځای ته ورسیدله چې شوروي پکې د وتلو لاره ورکه کړې وه.

د لویو ښارونو محاصرې،د کندز غبرګ سقوط،د اوباما د نړیوالې امپراتورۍ پزه په ځمکه ومښله. دا چې طالب پکې له پاکستان پرته ایران،شوروي او چین د خپلې قضیي لپاره دویمه درجه ملاتړي پیدا کړل، دې پکې ټرمپ د پیرانو په هغه کور ورننویست چې د طالب سره د مخامخ خبرو پرته یي بله رڼا تر سترګو نه کیدله.

د طالب نهه پړاویزه مذاکراتو ماته د افراسیاب د ۲۰۰۲م کال خبره رایاده کړه چې ویل یي:

افغانستان به امریکایان په دې لرې سیمه کې هومره ستړي کړي چې بیابه له ناچاره دا افغانستان بیا پاکستان ته سپاري.

اوس چې مذاکرات یوه غوڅ پړاو کې دي له ملت او زیاتو سیاسي ډلو سره همدا اندیښه ده چې که امریکا ځي هرومرو به افغانستان پاکستان ته سپاري.

امریکا ته د عمران خان سفر همدا اندیښنې نورې هم څربې کړې.

ولې زه چې فکر کوم افغانستان د کوم مزدور شړۍ نده چې څوک یي پاکستان یا بل هیواد ته وسپاري.

پاکستان خپله هومره مسایل لري چې د امریکا له توجو پرته یي راتلونکې په خطر کې ده
دا چې افغانستان هم پر هغوی پیټی شي ددې معنا به دا وي چې امریکا غواړي افغانستان تجزیه کړي.

هند،ایران او سیمه په مجموع کې د دغسې یو تحول زغم نلري چې د امریکا په تګ افغانستان دنیا د پاکستان بچوڼی وویني.

استعمارګران بدې نقشې لري ولې افغانستان دغه نقشې نشي کابو کولی.

څلورمه اندیښنه:

که افغاني مذاکرات ناکام شي څه به کیږي؟؟

دا په دې معنا چې افغانستان د طالب او امریکا په سیاسي حل کې د یو لنډ پړاو وروسته بیا د یو طرف په غدر جنګ ته ولاړ شي،نو څه به کیږي؟

زموږ خلک پر امریکا د همدغسې یوې طرحې اشتباه لري ولې مقابل طرف چې مذهبي طالبان دي فکر نکوم چې هغوی پکې پر غدر هر څه برباد کړي.

او که امریکا پکې د غدر لاره ونیوله کابل ته ننوتلی طالب به بیا د هغه پروني دوران شیخ صاحب اسامه د دوران طالب نه وي او افغانستان به داسې په چټکۍ څوک ګډوډۍ ته نشي بوتلای
ولې که د جنګ طرحه د ګاونډیانو سره تنظیم شي بیا به نو واقعا چې له افغانستان به سوریه جوړیږي.

پنځمه اندیښنه:

د چوکیو په تقسیم روږدی شمال به څنګه پخلا کیږي؟؟

د شمال ډلو د تیر جهاده یوه بده ګټه پورته کړه او هغه دا چې ټولې په قومي ډلو بدلې شوې او تر نن پورې هغوی د یوې روښانه ملي اجنډا په ځای خپله قومي تنګه اجنډا پر مخ وړي.

تر کومه ځایه چې د ملیتونو د سیاسي حقوقو پورې اړه هغوی حق لري چې د اجتماعي عدالت پر بنیاد په حکومت او اداره کې خپل حقوق پوره وغواړي،ولې دا چې د پروني جهاد د شعارو په خلاف په قومي نعرو بسنه کوي او سیاست د هغوی له نظره د چوکیو راکړه ورکړه شوې ده.

دې سیاست پکې افغانستان د ستونزو سره مخامخ کړ.
بیا هم د مسکو په اوله غونډه کې همدا د شمال عزیزان و چې د سولې په وړاندې یي اتلس کلن کنګل مات کړ.

اوس طالب او افغاني ډلو ته پکار دي چې په خپل وطن کې او پخپلو طریقو د تفاهم ژبه پیدا کړي په وزارتونو او چوکیو اختلاف د دوې د پروني تاریخ سره اړخ نه لګوي.

بیا هم که زموږ ورور ملیتونه د پښتنو په اندازه د چوکیو او حکومت په اړه یو معافیت او بېباکۍ ته تن ورکړي راتلونکې سوله د شمال او جنوب حقیقي پیوندیدل اصلا ستونزه نده.

حامد کرزي پدې اړه ښه امتحان ورکړ ولې نورو د هغه له وسعت نظریی او روادارۍ بده ګټه پورته کړله.

شپږمه اندیښنه:

که کابل ته تللی طالب تر شا داعش محاصره کړي؟؟

تر ټولو لویه اندیښنه پکې همدا ده او دا په دې خاطر په ولسي تحلیل کې خوره شوې چې دا سیاسي ډلې په مجموع کې د امریکا د مداخلو وسایل دي.

په عربي نړۍ کې د شیعه او سني جګړې داعش وزیږوه او د داعش کردار د سنیانو دولس سوه (۱۲۰۰)کلن ځواک په منطقه کې مات کړ.

داسې افغانستان هم د هاغه سني مولا او طالب پلرنی ټاټوبی دی چې استعمارګران پکې د همدغه مذهبي مشرانو په رهبرۍ مات او زغلیدلي دي.

داسې ویره له ډیرو سره شته چې مبادا امریکا ،طالب په مرکز کې ځاي پر ځای کړي او تر شا یي یوه بله جګړه پیل کړي او د عربي سیمې په شان دلته هم د استعمار دغه تاریخي مخالف ځواک له پښو وغورځوي.

ولې تر کومه چې زه فکر کوم د جګړې لپاره چې کوم دهلیزونه طالب جوړ کړي سولې ته د طالب په راتلو له دغه دهلیزو نه د هغوی مخالفین ګټه نشي پورته کولی او کله چې دا اردو او پولیس جمع طالب جنګیالي ددې هیواد امنیتي کَور شي فکر نکوم چې یوه میاشت به اغزن ډیورنډ دوام وکړي.

بیا هم طالب ته د خبرو چانس ورکوو طالبان باید د ولس ددغو اندیښنو په وړاندې هم هوښیار اوسیږي ،هم طرحه ولري او هم یي له ملت سره د ځواب پیداکولو هر څه شریکه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون