سلايډ (فيچر) نظر

ټرمپ؛ او تر بالیستیک خطرناک ټویټ

محمد زمان مزمل

محمد زمان مزمل

هغه ماښام چې تلویزیون ته ناست وم او وامې وریدل چې ټرمپ د طالب او امریکا نهه میاشتني او د نهو دورو مذاکرات په یوه ټویټ لغوه او مړه اعلان کړل.
هغه ماښام زه له زړه پوه شوم چې امریکا رښتیا هم د کاوبایانو ملک دی؟؟

که د امریکا تاریخ ته تر شا ور وګورو نو دا له بنیاده یو ځوان استعمارګر امپریالیستي هیواد دی .

کومې پالیسۍ او قدمونه چې په دویم نړیوال جنګ کې امریکا او امریکایي مشرانو پورته کړل زیاتو یي فلمي او کاوبایي رنګ درلود
په جاپان باندې ایټمي بریدونه د دنیا او د جنګ په تاریخ کې تر ټولو انسان سوځونکي او بې رحمه بریدونه و هاغه مهال چې جاپاني امپراتور په خپلو ښارونو باندې د امریکا د تاریخ بې مثاله او بې رحمه بریدونه ولیدل پخپل ملت یي د ترحم په خاطر د جاپاني عیارۍ تهذیب خلاف لاسونه پورته کړل
او نن چې نن ده بیا هم جاپانیان د همدې پیښې په تأثر له امریکایي مشرانو سره د سورلن تګ پالیسي چلوي.

په ویتنام د کنیدي هجوم او بیا د لیندن جانسون د سوې ځمکې پالیسۍ او د جنګ د داستان خونړي خاطرات هوچیمن په زړه داغمن ګورته بوته.
په افغانستان باندې د یو عرب اسامه په غچ کې غلچکي هجوم او اتلس کلن جنګ همدغسې یو کاوبایي اقدام و.

د ایران سره د شوي فرجام (اټومي تړون )لغوه کول او بیا د طالبانو د مذاکراتو پر ضد د ټرمپ د څو ثانیو ټویټ د همدې تاریخ یو تسلسل دی.
کیدای شي بیا هم د سولې او مذاکراتو غږ له امریکا او ددې مظلوم افغانستان له ځمکې پورته شي ولې انسان نه پوهیږي چې د سولې او مذاکراتو راتلونکی به ددې غلچکي ټویټ له کمین نه څنګه خوندي پاتې شي.

یو شی چې پکې د امید ځای دی هغه دا چې د ټرمپ ټویټ ته ټول ددغه فلمي اغیز د منلو باوجود افغانستان او د افغانستان جنګ چې د b52 او د بمونو مور ختم نکړ هغه د مذاکزاتو په شان تش سیاسي بعد یا میدان ندی چې د ټرمپ ټویټونه یي مقدر بدل کړي.
د امریکا او ناټو د اتلس کلن جنګ چې د شوروي د جنګ دوه برابره وخت یي واخیست بیا هم افغانان د امریکا د زورورو لښکرو د اشغالي جغرافیي په پرتله زیاته جغرافیه په واک کې لري.

موږ که د کاوبایۍ تاریخ نلرو خو د خپلې خاورې د ساتلو ښه هنر لرو.
دا چې خلیلزاد د امریکا او طالب په مذاکراتو کې د امریکایي مشرانو د بلا مشرانو لیدنو او کتنو قضیه پر کوم حل درولې؟ دا رښتیا هم چې کیدای شي د امریکا او افغانانو دواړو لپاره یوه ابرومنده ائینده ولري.

که ټرمپ ددغو مذاکراتو په اړه د شوي ټویټ پر ځای یواځې له ایران سره په خپله امریکایي اینډه ترکیز او سوچ کړی وای او د ایران په رابطه یي خپل څڅیدلي ټویټونه او ګواښونه خوندي کړي وای، خلیلزاد او د هغه طرحو امریکا ته او د امریکا ماتو لښکرو ته یو پتمن فرصت و.

بیا هم وروستۍ خبره دا ده چې افغاني مشران له دې زیات د پردیو او ټرمپ د ټویټونو په تناره خپله ناخوړلې ډوډۍ پورې نکړي.
دغې امریکا چې پر سلو وعدو یي کابل ته د امنیت او د بهرنیو د مداخلو د مخنیوي څه ویلي و هغه ټول کاغذي وعدې وې په عمل کې امریکا افغانان له هیچا ونه ژغورل او دا تشې کاغذې وعدې وې د پاکستان لخوا را روان میزایل ددې لوی ثبوت دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون