سلايډ (فيچر) نظر

مظلوم – ظالم /شهرت ننګيال

شهرت ننګيال

«انسان موجود ناشناخته شده»، د ډاکتر الليس کارکل کتاب دی چې لسيزې وړاندې ایران کې فارسي ته ژباړل شوی او يو وخت د کابل کتابپلورځيو کې لکه د پخوانيو ازموينو حتمي سوال ګڼل کېده.

له بده بخته چې ما نه دی لوستی، هغه مهال چې ياد کتاب موندل کېدای شوای، ما يې د پېر توان نه درلود او اوس ګرد سره موندل کېږي نه.

په سټالونو کې د ياد کتاب د پاڼو له اړولو را اړولو مې دومره سر پرې خلاص شوی چې دا د معلوم او محتمل تر منځ يو فلسفي بحث دی.

خو زه چې دمګړۍ له کوم انسان خبرې کوم د څېرې له لوستو يې د پوست دننه هم تر يوه بريده پته لګولی شم، تاسې ته دې وويل شي چې د ځينو د څېرو په لوستو کې مې وړتيا د تخصص کچې ته رسېدلې ده، خو دا داسې تخصص دی چې څوک دې د درجن بست کارپوهانو په لښکر کې نشي شمېرلی، لکه د پاچا ظاهر شاه په وخت کې چې يو محصل له کوم اروپايي هېواد په سمندري ترانسپورت کې ډاکتري راوړې وه، حکومت حيران و چې دده له PhD يا تخصص څرنګه ګټه اخيستلی شي؟

د مرحوم خان محمد ايوب خان اڅکزي خبره چې کلونه يې کابل کې له جره مېشتېدو او پښتونستان له مبارزو چاته ويلي وو، پښتونستان مو جوړ نکړای شو، البته اشپزي مو ښه شوه…

خبره د څېرې تر لوستو پورې وه، د څېرې کرښې او ټکي کله روښانه، فکر تت، خړپړ، ګډوډ، لاندې باندې اوسي، ددې هر یوه خپله مانا، مفهوم او تعبير دی. تخصص سړي ته همدلته په کار راځي. پر تندي د يوولسو بجو درک هر څوک لګولی شي، خو له تخصص پرته د څېرې نور لوست د هر چا کار نه دی، دومره ژوند او وخت له کومه شي چې سړی دې د هر چا څېره ولوستی شي، د مرحوم قمر الزمان طايزي په خبره:

دا وخت خو زموږ کم د محبت لپاره هــم دی

حيران يم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه

ما له ډېرو تجربو ددغې څېرې د لوستو تخصص تر لاسه کړی. که څه هم د حالاتو جبر د پخوانيو ظرافتونو کاختي ګډه کړې، خو په ياد يې سړی د ډېرو اوسنيو ترينګلتياوو له عذاب د شېبې لپاره ځان ژغورلی شي.

شنبه زما له پخوا زښته ده، پر دغه ورځ ښوونځي ته تګ او د لومړني ښوونځي په لمدو لښتو سمبالو ښوونکيو ته کښېناستل له قيامت کم نه را ښکارېدل.

پر شنبه دده څېره له نورو ورځو په ګرانه لوستل کېږي، سړی داسې ګڼي لکه پر سترګو يې جال غوړېدلی وي…

نصيب ته ګوره چې د څلور کونجه دنيا په کتو مې ايله د څېرو د لوست وړتيا تر لاسه کړای شوه.

ډېر د پيشو په څېر چې په سکرو د پوزې له تورولو تر پش هم ببره ناسته وه ځانونه پاخه اهنګران قلمداد کړل، خو له تاسې څه پرده چې زه ا وس هم ځان په يو خروار لېټۍ کې نشم شمېرلی. د څېرې په کرښو کې تخصص هماغه محاط به خشکه افغانستان کې د سمندري ټرانسپورټ PhD ده.

له همدې ځايه پر شنبه ورسره د مخامخېدو زړه نشم کړای، خو کله همدا سر خوړلې شنبه د سړي مجبوريت شي.

پر همدغسې يوه شنبه يې څېره له عبوساً قمطريراً هم ور اوښتې وه.

يا خدايه بيا څه پېښه ده، څه تندر لوېدلی، څه ټکه را پرېوتې، له ما کومه خطا تېروتنه شوې، په تور او خړ ليست کې بدلون راغلی چې ما پاموړ نه دی بللی، که څه بلا..؟ زما اندېښنه بلکې وېره ځکه زیاتېدله چې ددې ټولو زور له ما خوت، ځکه چې دده په قاموس کې تېروتنه نه بښونکې ګناه ده، دا د استبداد هغسې کچه او بڼه ده چې عبدالرحمن خاني نشوای پسې رسېدلی، ولسمشر غني يې بچک او حکمتيار يې نصوار نه دی.

همدا اوس که د هغې آلې په څېر کومه بله -چې د نورو هېوادو په ډرېورانو کې د شرابو د اغېز کچه معلومولی شي- پر کومه بله د غني، حکمتيار او ده په خټه کې اغږلی استبداد معاينه کړې، دده استبداد، انحصار او يکه تازي پرې بالا ختلی شي.

غني خپلو ډګريو او حکمتيار خپلو جنګونو جهادونو ته دومره خانتما نه دی لکه ده چې په پچه له ختلو د کشمير نندارې ته غاړه پورته کړې وي.

غني، حکمتيار، دواړو دومره هسکه نه ده ور اچولې، دومره به يې د خپلو رقيبانو او ملګرو له ځپنې خوند نه وي اخيستی لکه دی چې دغه هوس لاندې کړی، ځکه خو يې سيالي هم له غني سره غځولې ده.

په دغسې يوه حالت کې پوښتنه هم غضب ګرځېدلی شوای، سل زړونه مې يو کړل: څه شوي څه چل دی؟

ـ خبر نه يې؟

ـ په څه…

ـ ازمون له غني سره لندن ته تللی.

ـ ښه دی چې تللی، درېغه زه هلته وای چې د لندن په خوندونو مې اړولی وای.

ـ خاورې ښه دی، اوس به بله سفرنامه ليکي.

ـ ښه ده چې ليکي، په پښتو ادب کې بله اضافه…

ـ زور يې زما له کونې خېژي. ښه ده چې ته نه يې، بيا به نوره هم غځېدله.

ـ له تا څنګه خېژي؟

ـ ګودامونه مې له کتابو ډک دي.

ـ ښه دي چې ډک دي. ډېر کار دې کړی، هم خورما هم ثواب.

ـ ته ګنې په رښتيا نه پوهېږې چې ځينې خپل کتابونه د غونډه ټېکس په څېر را باندې چاپوي؟

ـ په غونډه ټېکس خو ته ګرم او تورن يې، مشهور، بلکې متواتر روايتونه داسې دي چې تا د ليکوالو د زبېښاک او ښکېلاک لار تېره کړې؟

ـ ما به دا لار تېر کړې وي که نه، خو د سفرنامو بده تيږه تا ايښې.

ـ موده وشوه چې ما دا کار پريښی.

ـ تا پريښی خو نور دې په شر اړولي او زه دې په غضب ککړ کړی يم.

ـ هېڅ خبره نه ده سل په ليلا پورې دا شل يې د بنګړو.

ـ پېښور کې مې يو ګودام چاپ کتابونه کباړيانو ته پرېښوول.

ـ د چاپ خو به دې پکې اېستلې وي؟

ـ همداسې مې ورته پرېښوول.

ـ ستا څه ځي زور يې له نورو وباسې؟

ـ له نورو يې څنګه باسم؟

له ځايه په ولاړېدو يې پرده نیمکښه کړه، د سموم شدیده المارۍ په بېرته کولو يې يوه دلۍ د بتې «غونډه ټېکس» پارچې په مخ کې راته کوټه کړې. د لومړي ځل لپاره مې يوه ظالمه څېره کې د مظلوميت پړپړه لوستله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون