ټکنالوژي

شیاومي نوی موبايل؛ له جالب ډېزاين او حیرانوونکو ځانگړنو سره معرفي کړ (وېډیو)

د شیاومي کمپنۍ تېره ورځ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې حیرانوونکې ځانگړنې او ډیزاین لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل چې چین کې د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً مینه والو ته معرفي کړای شو شیاومي مي مېکس الفا (Xiaomi Mi Mix Alpha) نومول شوی.

په دغه ځیرک موبایل کې داسې مخ‌پاڼه ورکړل شوې چې د ځیرک موبایل شاتنۍ برخې ته هم قات شوې او د کمپنۍ له ادعا سره سم د ځیرک موبایل ٪۱۸۰٫۶ مخ‌پاڼه ده او پاتې ډېره لږه برخه پکې د کامرې، چارجر وصلولو ځای او ځینو نورو موخو ته پرېښودل شوی.

دغه ځیرک موبایل شاتنۍ برخې کې درې کامرې لري چې اصلي کامره يې ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لري. مي مېکس الفا ځیرک موبایل جوړولو کې تیتانیم الای، سفایر ښېښه او سېرامیک کارول شوي.

ځانگړنې
– د موبایل ٪۱۸۰٫۶ مخ‌پاڼه ده
– کوالکام سنپ ډراگن ۸۵۵+ ډوله پروسېسر
– ۱۲ گېگابایټ رم
– ۱۰۸ مېگاپکسله اصلي کامره + ۲۰ مېگاپکسله وایډ انگل سېنسر + ۱۲ مېگاپکسله ټېلې فوټو سېنسر
– ۵۱۲ گېگاباټ یو اېف اېس ۳٫۰ فایل ثبتونې وړتیا
– ۴۰۵۰ وړتیا لرونکې نانو سېلېکان کاتود ډوله بېټرۍ
– ۴۰ واټ چټک چارج څخه ملاتړ

د قاتې شوې مخ‌پاڼې له امله دغه ځیرک موبایل هېڅ فزیکي تڼۍ نه لري. د موبایل غږ ښکته او پورته کولو لپاره د فشار سېنسرونه ورکړل شوي.
د ځیرک موبایل شاتنۍ برخې کې هم مخ‌پاڼې لرلو له امله، دغه ځیرک موبایل سېلفي لپاره جلا کامره نه لري او کاروونکي یې د شاتنۍ مخ‌پاڼې په مرسته اصلي کامره د سېلفي لپاره کارولی شي.

شیاومي کمپنۍ د دغه مختلف او حیرانوونکی ځیرک موبایل بیه ۱۹۹۹۹ یوان (۲۸۱۴ امریکايي ډالر) ټاکلې ده. کمپنۍ وايي چې ډېر لږ شمېر دغه ځیرک موبایل به تولید کړي او تولید به يې د ډسمبر په وروستیو کې پیل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون