ټکنالوژي

گلکسي اېس۱۱ به ۱۰۸ مېگاپکسله کامرې سره وړاندې شي

د گلکسي نوټ۱۰ لړۍ له معرفي کېدو څخه یوه میاشت وروسته د گلکسي اېس۱۱ د اړونده معلوماتو د افشا کېدو او خپرېدو لړۍ پیل شوه. د سامسنگ کمپنۍ تاریخ ته په کتو سره، گلکسي اېس۱۱ کېدای شي د ۲۰۲۰ په فبروري کې رسماً کاروونکو ته معرفي شي.

خو اوس ابتدايي افشا شوي معلومات ښيي چې د سامسنگ کمپنۍ راتلونکی پیاوړی ځیرک موبایل گلکسي اېس۱۱، به شاتنۍ برخه کې ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره ولري.

سامسنگ له وړاندې څخه د شیاومي په مرسته خپل د نړۍ لومړنی ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره چې د دغې کمپنۍ ISOCELL Bright HMX سېنسر په کې کارول شوی کاروونکو ته وړاندې کړي. دا د ځیرکو موبایلونو د تصویرونو لومړنی سېنسر دی چې ۱۰۰ مېلیونه پکسله وړاندې کوي. د سامسنگ ادعا سره سم، دغه سېنسر پیاوړو DSLR کامرو ته ورته وړتیا لري.

له دې سربېره، سامسنگ کمپنۍ همداراز غواړي گلکسي اېس۱۱ کې د پنځه برابره زوم وړتیا لرونکې کامره هم وړاندې کړي. د دغې موخې لپاره، سامسنگ له وړاندې څخه د پنځه برابره زوم کامرو تولید پیل کړی.

د سامسنگ ISOCELL Bright HMX سېنسر پیاوړې ځانگړنې لري، او څلور کوچني پکسلونه په یو ستر پکسل بدلوي. په دې ډول، تیاره کې دغه سېنسر ۲۷ مېگاپکسله ریزلوشن لرونکي تصویرونه اخلي او د ورځې له لوري بیا ۱۰۸ مېگاپکسله قابلیت لرونکو تصویرونو د اخیستلو وړتیا لري.

د دغه سېنسر په مرسته کاروونکي کولی شي 30 FPS سره ۶کې ریزلوشن لرونکي وېډیو ثبت کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون