ټکنالوژي

اپل دوو ورځو کې د خپل عامل سیستم دوهم اپډېټ وړاندې کړ

اپل کمپنۍ د سپټمبر په ۱۰مه د ایفونونو نوې لړۍ ایفون۱۱، ایفون۱۱ پرو او ایفون۱۱ پرو مکس معرفي کړل، او ورسره یې خپل د عامل سیستم نوې بڼه هم معرفي کړه.

د اپل د عامل سیستم دغه نوې بڼه iOS 13 نومول شوې ده.

خو یوازې یوه اوونۍ وروسته اپل کمپنۍ د خپل نوې عامل سیستم د امنیتي او تخنیکي نیمگړتیاوو له منځه وړلو په موخه د دغه عامل سیستم اپډېټ شوې بڼه iOS 13.1 وړاندې کړه.

یوازې یوه ورځ وروسته اپل اعلان وکړ چې د ستونزو له منځه وړلو او iOS 13 کې د کاروونکو تجربې غوره کولو لپاره يې د خپل عامل سیستم بل اپډېټ iOS 13.1.1 وړاندې کړی.

که څه هم دا یو کوچنی اپډېټ دی، خو اپل ادعا کوي چې دغه اپډېټ له لارې يي د بېټرۍ او چارج اړوند ستونزې اوارې کړي. د دغه اپډېټ په مرسته د کاروونکو بک اپ ستونزې اوارې شوي او ایفون۱۱، ایفون۱۱ پرو او ایفون۱۱ پرو مکس کې سیري (Siri) په غوره توگه د کاروونکو غوښتنې ځوابوي.

له دې سربېره د دغه اپډیټ په مرسته اپل کمپنۍ د هغو امنیتي نیمگړتیاوو چې د نورو کېبورډونو کارولو له امله کاروونکي ورسره مخ کېدلی شول ،مخنیوی کړی.

هغو کاروونکو ته چې اوس هم iOS 13 کاروي په جدي ډول سپارښتنه کېږي، چې د خپلو ایفونونو د ستونزو، په ځانگړی ډول امنیتي نیمگړتیاو څخه د مخنیوي لپاره له ځنډ پرته خپل ایفونونه اپډېټ کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون