سلايډ (فيچر) سياست نظر

د ټاکنو په نوم خندوونکې ډرامه جریان لري!

د ولسمشرۍ د ټاکنو په نوم هغه پروسه چې له څو میاشتو ورته تبلیغات کیدل بالاخره پيل شوه. خو مخکې له دې چې د سهار په اتو بجو د ټاکنیزې مسابقې د پیل شپیلک ووهل شي، د اشرف غني ټیم په بیلابیلو ولایاتو کې په نیمه شپه د صندوقونو په ډکولو پيل کړی و.

د ولسي جرګې پخواني مرستیال همایون همایون د شنبې په شپه ناوخته وویل چې د خوست ولایت په باک، علیشیرو، موسی خیلو،صبریو او د سپیرې په ولسوالې کې د شپې لا د صندوقونه ډکول پيل شوي وو. همایون وویل چې د پکتیا او پکتیکا په ولایاتو کې هم په چارواکو انتظار غمیدلی او په نیمه شپه یې د صندوقونو ډکول پيل کړي دي. ځینې خلک وایې چې د ټاکنو ترسره کوونکو ځکه د شپې د صندوقونو ډکول پیل کړي چې سبا ورځ ممکن خلک د ټاکنو پروسه تحریم کړي، ګډون ونه کړي نو صندوقونه باید خالي نه وي پاته. د هلمند ولایت د ناوې له ولسوالۍ څخه هم داسې ویډیوګانې نشر شوې چې د یوه خاص کاندید کسانو له ټاکنو یوه ورځ وړاندې لا د صندوقونو په ډکولو پيل کړی دی.

د ټاکنو په نوم ډرامه کې که له یوې خوا سنجول شوی تقلب جریان لري. بل اړخ ته په اکثره سیمو کې د ټاکنیزو مراکزو بند پاته کیدل یو جدي خنډ ګڼل کیږي. دا چې د طالبانو د واک او سیطرې ساحه پراخه شوې نو په اکثرو هغو ولایتو کې چې پخوا به په کې ټاکنې ترسره کیدې اوس په کې ډیر مرکزونه تړلي پاته دي. د هیواد په شمال کې بلخ ولایت چې تر نورو ولایاتو ډیر نفوس لري او د کابل حکومت یې خپله تر واک لاندې مهمه سیمه ګڼي پژواک اژانس وایي چې د ۳۱۵ مرکزونو له ډلې یې ۱۵۸ مرکزونه پرانیستي او ۱۵۷ تړلي پاته دي. نو چې په بلخ کې دا حال وي ته وا په هلمند، بدخشان، فاریاب، زابل او روزګان کې به څو مرکزونو د خلاصیدو مخه موندلې وي !؟

د ټاکنو په نوم روانه پروسه چې له لویه سره د افغانستان په ډیرو کمو سیمو کې ترسره کیږي او ۸۰ فیصده د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې شتون نلري، په ښارونو دننه هم ډیری خلکو دغه پروسه تحریم کړې، امنیتي ګواښونه، تخنیکي ستونزې او لوژیستیکي مشکلات نور هغه خنډونه دي چې دغه پروسه یې فلج کړې ده. دا چې د رایې اچولو پروسه خورا مغلقه ده، چې په مجلدو کتابونو کې د نوم او نمبر پیدا کول، له سټیکر سره یې پرتله، بایومیټریک او بیا عکس اخیستل . . . دې اوږدې او پیچلې پروسې هم ډیر خلک له رایې اچولو خواتوري کړي دي. په کندهار، پلخمري او یو شمیر نورو ښارونو کې د ښځو د عکس اخیستو په احتجاج کې ښځینه رایه اچوونکو د ټاکنو پروسه تحریم کړې، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي چې د ښځو د رایې اچونې محلونه همداسې تش ولاړ دي اوهیڅ مراجعین نلري.

د ټاکنو په نوم پروسه کې تخنیکي او لوژیستیکي ستونزې دومره جدي دي چې حتی د کابل ښار په مرکز کې ډیر مراکز تر ناوخته تړلي پاته وو ځکه ټاکنیز مواد ورته نه و رسیدلي او یا هم د بایومیتریک، پرنټر او نورو آلاتو دخرابۍ او د کاروونکو د نابلدۍ له امله ټوله پروسه فلج ولاړه وه. د دې ټولو ستونزو په را یوځای کیدو سره داسې اټکل کیږي چې دغه پروسه سر له اوسه په ناکامۍ محکومه ده.

رسنۍ چې زیاتره یې د حکومت او بهرنیانو لخوا بیګار شوې او مجبوره دي د ټاکنو د کامیابۍ تبلیغات وکړي زیاتره یې د ټاکنو اړوند پخواني عکسونه خپروي او پروسه بریالۍ ښيي. خو د همدې رسنیو خبریالانو په شخصي اکاونټونو د ګډوډۍ او پراخ تقلب خبر ورکوي.دې حقائقو ته په پام سره ویلای شو چې د ټاکنو ورځ به تیره او پروسه به بریالۍ اعلان شي خو په حقیقت کې به د دې پروسې رسوایي تر پخوانیو هغو څو چنده زیاته وي.

زخمي افغان

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون