افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

نیویارک ټایمز: په انتخاباتو کې د خلګو ګډون په بې ساري ډول کمرنګه و

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه / د سپټمبر ۲۹ مې کې لیکي، چې ښايي په پرونیو ولسمشریزو انتخاباتو کي یوازې دوه میلونو کسانو برخه اخیستې وي، چې دا په تاریخي لحاظ تر ټولو لږ شمېر دی او د خلکو ګډون په بې ساري ډول کمرنګه ښيي .

ورځپاڼه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي چې وسله والو طالبانو د ټاکنو په ورځ ټولې ۶۸ حملې وکړې، که څه هم له وړاندې لا د ډېرو بریدونو اټکل کېده، خو د سترو حملو مخه تر ډېره بریده ونیول شوه. چې د ورځپاڼې په خبره د پرون په حملو کي لږ تر لږه (۳۰) عسکر او لس تنه ملکي کسان وژل شوي دي او ۴۰ پولیس/عسکر او ۱۵۰ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د نیویارک ټایمز په باور د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې یوازنی تهدید طالبان نه دي، بلکې د خلکو بې باوري او له حکومته لیرې والی هم خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون لاره تړلې وه. آن تر دې چې د رایو حساب به ښايي حکومت فلج کړي او اوږد سیاسي بحران به رامنځته کړي او په ټوله کې د سولې خبرې به هم ګډوډې کړي.

ورځپاڼه وايي، د کابل په شمول په اکثرو ولایاتو کي خلګ شکایت ورته کړی، چې خپل نومونه يې نه شوای پیدا کولای او په زیاترو مرکزونو کې بې حده تخنیکي مشکلات هم وو.

نیویارک ټایمز لیکي کله چې د متحده ایالاتو جمهور ریس ټرمپ له طالبانو سره خبري لغوه کړې، ټاکنې یقیني شوې او د ۱۸ کاندیدانو په ګډون ترسره شوې..

ورځپاڼه لیکي ، ډاکټر عبدالله او اشرف غني د انتخاباتو لپاره ستر ایتلافونه جوړ کړل، خو اکثره مبصرین وايي که چیري یو کاندید په اول پړاو کې په کافي اندازه رايې و نه ګټي، نو یو ځل بیا د ۲۰۱۴ تکرار حتمي کېږي.

اخبار د کاندیدانو په هکله په خپلو تبصرو کې لیکي چي ۷۰ کلن غني د ۲۰۰۹ په انتخاباتو کي فقط درې فیصده رايې ګټلي وې. او اوس اشرف غني زیات خلګ او سیاسي مشران ناراضي کړي دي؛ خو د نوموړي قوي سیال ډاکټر عبدالله ځان اعتدالي او نرم تراشي او د زیاتو جهادي مشرانو حمایت يې تر لاسه کړی دی.

نیویارک ټایمز د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په هکله د هغه وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي چې یوازې به پراخ تقلب د هغه د څرګندې بریا مخه و نیسي. حکتمیار وايي: «موږ د خپل راتګ څخه مه پښېمانه کوئ. په انتخاباتو کي مو د خپل ګډون څخه مه بېزاره کوئ. موږ دې ته مه اړباسئ چي له بل آپشن څخه کار واخلو. موږ هر کار کولای شو، ځکه موږ يې تجربه لرو.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون