سلايډ (فيچر) سياست نظر

ناقانونه څرګندونې؛ هر کاندید د پایلو له اعلان مخکې خپله بریا نمانځي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اصولو له مخې تر څو چې د دغه کمېسیون له لورې د رایو لومړنۍ پایلې او وروسته بشپړ نهايي نتایج په رسمي ډول اعلان شوي نه وي، هېڅ کاندید د رایو د پایلو په اړه څرګندونې نشي کولی.

خو د دې سرغړونو په لړ کې د ولسمشر اشرف غني د دولت ساز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، دوی له ۶۰ تر ۷۰ سلنې رایې وړې دي او ګټونکي هم دوی دي.

همداراز د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائيه رئیس عطا نور بیا وايي، چې بريالی ټیم اوس لا هم معلوم دی او د اجرائيه ریاست په نوم بست ته اړتیا نشته.

د دې ترڅنګ د مشرانو او ولسي جرګو د مشرانو په نوم هم د مشخصو کاندیدانو په ادرس د مبارکۍ پيغامونه نشر شوي دي.

بل پلو ، د دولت ساز او د ثبت او همپالنې د ټیمونو ویندویان یو بل ته پر ټويټر پیغورونه ورکوي. د دولت ساز ټیم غړی مرتضوي وايي چې جنرال دوستم ، خلیلي او ځینو نورو چې د یو میلیون رايو راوړلو ادعاوې کولې اوس خو د ټولو رایو ورکوونکیو شمېر هم دوه میلیونو ته ونه رسېد.

د دې په مقابل کې د ثبات او همپالنې ټیم یو تن ویاند جاوید فیصل ورته په ځواب کې وايي، نور ارگ ته د ننوتلو تقلبي او درغلیزې لارې تړل شوې اوس به یوازې او یوازې په رایو خلک ارګ ته ننوزي، نه د زور او تقلب په مټ.نوموړی وایي: « دوی باید وپوهېږي، چي ننی ارګ یوازي د خلکو په رایه ګټل کېږي، بالابود نه پوټو شاپ عکسونه، نه جعلي وی‌‌‌‌‌‌ډيوګاني او نه د سیاسي ګډو‌‌ډيو وېره د خلکو ارادې ته تغیر ورکولای شي. »


د ولسمشرۍ یو بل کاندید حکیم تورسن چې د کمپاینونو له پیل راهیسې یې خلک جالبو او خندونکو څرګندونو ته ګوري، پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د ده بریالیتوب سل په سلو کې پوخ دی، خو له خپلو رایه ورکوونکو او پلویانو یې غوښتنه کړې، چې د بریا وروسته دې د خوشحالۍ په خاطر له بې ځایه ډزو او خلکو ته له مزاحمت پیدا کولو ډډه وکوي.

د یادونې ده ، چې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما بار بار له کاندیدانو او سیاسیونو څخه غوښتنې کوي، چې د ټاکنو د کمېسیون له خوا د پایلو تر اعلان مخکې دې د خپلو بریاوو له حدسونو او یو بل ناکامولو او غندلو څخه لاس واخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون