روغتيا او ژوند

که د وینې لوړ فشار لرئ؟ د کنټرولولو لپاره يې دا ورزشونه وازمویئ!

د انسان د عمر له زیاتېدو سره د وینې لوړ فشار او خپگان خطر هم زیاتېږي. خو ځینې عادي ورزشونه هم شته چې ستر توپیر رامنځته کولی شي. ایا تاسې هم د وینې لوړ فشار لرئ؟ که یې لرئ، دغه ورزشونه يې کنټرولولو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

د دغې موخې لپاره جېم ته تگ یا څو کیلومتره منډې ته اړتیا نشته. ورو او اسانه ورزش پیل کړئ او د وخت له تېرېدو سره خپل د ورځني ورزش اندازه زیاته کړئ.

څو هغه اسانه ورزشونه چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي:

۱- بایسکل
سکاټ پارکر، چې د فلمي ستورو ورزشي روزونکی دی وايي چې بایسکل چلول يې د ورځني ژوند اړینه برخه ده.
نوموړی وايي: «هره ورځ له ۳۰ – ۳۵ دقېقو لپاره بایسکل چلول د زړه درزا زیاتوي، د زړه او د زړه د رگونو روغتیا غوره کوي، او تاسې بهر چکر ته د تللو لپاره هڅوي، چې دا ټول د انسان په عمومي روغتیا کې د پام وړ مثبت اغېز لري.»

په ډنمارک کې پر ۴۵۰۰۰ کسانو یوه روغتیايي څېړنه ترسره شوه او دغو کسانو ته په کې د بایسکل چلولو سپارښتنه وشوه. شل کاله وروسته د دغو کسانو روغتیايي معایناتو وښودله، چې هغو کسانو کې چې په ورځني ډول یې بایسکل چلاوه د زړه د حملې خطر د نورو خلکو په پرتله ٪۱۱ – ۱۸ ټیټ و.

په یوې بلې ورته څېړنې کې چې په ۲۰۰۰۰ سوېډنیانو ترسره شوې وه، ثابته شوه چې هره ورځ بایسکل چلول د وینې په لوړ فشار د اخته کېدو خطر ٪۱۳، په اضافي وزن د اخته کېدو خطر ٪۳۹، په شکرې د اخته کېدو خطر ٪۱۸ او د وینې غوړ پیدا کولو خطر ٪۲۰ ټیټوي.

۲. لامبو وهل
لامبو هم د زړه، وینې فشار او دې ته ورته نورو ناروغیو لپاره یو له تر ټولو غوره ورزشونو څخه دی، چې د انسان پر عمومي روغتیا هم د پام وړ مثبت اغېز لري.

په امرېکن ژورنال اف کارډیالوژي کې خپره شوې په یوې څېړنې کې ادعا شوې چې لامبو وهل د وینې فشار تر ۹ واحده پورې ټېټولی شي.

۳- قدم وهل
په ۲۰۱۳ کې د روغتیا اړوند یوه ترسره شوې څېړنې کې ادعا شوې چې منډه او قدم وهل د انسان پر روغتیا د پام وړ مثبت اغېز لري او د نورو روغتیايي گټو سربېره د وینې فشار، شکرې ناروغۍ او کولېسټرول خطر کموي. د دغې موخې لپاره منډه او قدم وهل دواړه ورته اغېز لري.

د دې څېړنې پایله کې ثابته شوه چې قدم وهل د کولیسټرل خطر ٪۷، د ژور خپگان خطر ٪۷٫۲ او په شکرې ناروغۍ د اخته کېدو خطر ٪۱۲٫۳ کموي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون