ټکنالوژي

ریالمي خپل تر ټولو غوره ځانگړتیاوې لرونکی موبایل معرفي کوي

ریالمي کمپنۍ چې مناسبې ځانگړنې او ټیټه بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو له امله ځانگړی شهرت لري، د تیرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل غوره ځانگړنې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کوي.

دغه ځیرک موبایل به د ریالمي د تاریخ تر ټولو گران بیه ځیرک موبایل وي.

د دغه راتلونکی ځیرک موبایل اړوند د ریالمي کمپنۍ د تولیداتو مشر ډېرېک وانگ یوې چېنایۍ وېب پاڼې ویبو (Weibo) ته ویلي چې دغه ځیرک موبایل به د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراگن ۸۵۵ پلس ډوله پروسېسر او ۹۰ هرتز رېفرش رېټ لرونکې مخ‌پاڼې سره وړاندې شي.

د ښاغلي ډېرېک له لوري وړاندې شوي معلومات ښيي، چې کاروونکي به دغه ځیرک موبایل کې د ۶۰ هرتز او ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ ترمنځ د انتخاب حق ولري. تېره میاشت هم ښاغلي ډېرېک منلې وه چې ریالمي ۹۰ هرتز مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل باندې چې بیه به يې د ون‌پلس۷ څخه ټیټه وي کار کوي.

په دې اړوند د ریالمي د بازار موندنې مدیر زو زي چېس هم ویبو وېب پاڼې ته د دغه ځیرک موبایل وړاندې کېدل تایید کړل. نوموړي هم ومنله چې دغه ځیرک موبایل به سنپ ډراگن ۸۵۵ پلس ډوله پروسېسر سره وړاندې شي.

د ښاغلي زو زي چېس په وینا د دې ځیرک موبایل کوډ نوم سوپر وارېیر (Super Warrior) دی.

نوموړي همداراز وویل چې دغه ځیرک موبایل به ریالمي اېکس۲ پرو سوپر سمورای (Realme X2 Pro Super Samurai) نوم باندې کاروونکو ته وړاندې شي.

ریالمي کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل د وړاندې کېدو کره نېټې، نورې ځانگړنې او بیې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د کمپنۍ پخوانیو ځیرکو موبایلونو بیې ته کتو سره د ریالمي اېکس۲ پرو بیه به هم د نورو کمپنیو په پرته ډېره ټیټه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون