پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

سرچېنه: د طالبانو سیاسي استازو له عمران خان نه بلکې زلمي خلیلزاد سره کتلي

پاکستاني رسنۍ او یو شمېر باخبره سرچینې خبر ورکوي، چې د طالبانو سیاسي استازو اسلام اباد ته د خپل سفر پر دوهمه ورځ د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره په کتنه کې له نوموړي څخه د مذاکراتو د لغوه کولو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه پاکستاني ژورنالیست شعیب خانزاده سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د افغان طالبانو او امریکايي لوري سره د سولې د خبرو د بیا پیل کېدو په اړه غږېدلي او ډېره تمه شته چې په ټپه دریدلې خبرې یو ځل بیا پيل شي.

همداراز د پاکستان د صدراعظم عمران مطبوعاتي سلاکارې فردوس عاشق اعوان هم اوازې رد کړې، چې ګنې د طالبانو د پلاوي مشر ښاغلي ملا برادر او عمران خان ترمنځ لیدنه کتنه شوې ده. نوموړې وايي، چې که طالبان وغواړي نو عمران خان ورسره ګوري خو تر اوسه دا ملاقات نه دی شوی.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ پاکستاني چارواکو او د طالبانو د مشرتابه سیاسي مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو دولس کسېز پلاوي په اسلام اباد کې د سولې او دوه اړخېزو اړیکو په هکله خبرې وکړې.

پرون د اکتوبر پر دریمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ملا برادر اخند په مشرۍ له طالب پلاوي سره د پاکستاني چارواکو رسمي غونډه ترسره شوه .

طالبانو د دې سفر په اړه ویلي وو، چې په دې سفر کې د سولې د پروسې، افغان مهاجرینو، د ناروغانو او پر پوله د پرتو ستونزو د اوارولو او اسانتیاوو د رامنځته کولو او یو شمېر نورو سیاسي مسألو په اړه خبرې وشوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون