ټکنالوژي

ترکيې فېسبوک ۲۸۰۰۰۰ امریکايي ډالره جریمه کړه

ترکیې تېره ورځ فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو خپرولو او نورو کمپنیو سره د شریکولو له امله جریمه کړی. فېسبوک د لسگونه زره کاروونکو دمعلوماتو د افشا کولو په تور ۲۸۱۰۰۰ امریکايي ډالره جریمه شوی.

د ترکيي د معلوماتو محرمیت اداره وايي چې فېسبوک د کاروونکو له اجازې پرته د ۲۸۰۹۵۹ کاروونکو نوم، جنسیت، د زېږېدنې نېټه، مدني حالت، زده کړې، مذهب، استوگنځای، شخصي معلومات او موقعیت اړوند معلومات افشا او له نورو کمپنیو سره د سوداگریزو موخو لپاره شریک کړي.

له همدې امله، فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو خوندیتوب څخه د سرغړونې له امله ۲۰۱۸۶۴ امریکايي ډالره او کاروونکو ته له وړاندې په دې اړوند خبرداری نه ورکولو له امله ۷۹۰۰۰ امریکايي ډالره جریمه شوې.

له دې وړاندې، مۍ میاشت کې هم د شخصي معلوماتو د خوندیتوب ادارې د کاروونکو معلوماتو افشا کولو له امله فېسبوک ۲۸۹۵۶۶ امریکايي ډالره جریمه کړی و.

د جون میاشت کې امریکا هم د کاروونکو د معلوماتو د محرمیت قانون څخه د سرغړونې له کبله فېسبوک ۵ مېلیارده ډالره جریمه کړی و چې دا د ټکنالوژي پر یوې کمپنۍ د امریکا د سوداگرۍ فدرالي کمېسیون په تاریخ کې تر ټولو لوړه جریمه وه.

ځینې کسان بیا پر فېسبوک د کاروونکو معلوماتو باندې د هغوی له اجازې پرته د سوداگرۍ له امله له دې هم د لوړو جریمو غوښتنه کوي او دا یوه ډېره جدي ستونزه بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون