افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان وايي، افغان حکومت د سولې او پریکړو وړتیا نلري

طالبان د ارګ او بهرنیو چارو وزارت د ویندویانو رسینزو ناندریو ته په اشارې د سولې او پریکړو په باب د حکومت وړتیا ننګولي او وايي، د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د سولې په تړاو متضاد دريځونه د دوى هغه موقف ثابتوي، چې افغان حكومت د سولې خبرو او پریکړو وړتیا نه لري.

طالبان وايي، حكومت پهح دې دومره اوږده موده کې ایله یو ګډ مذاکراتي ټيم هم جوړ نشو کړای او دا حالت ثابتوي چې طالبان بايد د ارګ د چارواکو او استازو پر ځای له مختلفو افغان جهتونو سره خبرې ولري.

که څه هم پخوا، په ځانګړي ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهو پړاونو د مذاکراتو په درشل کې څو ځلې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بالقوه ، مخامخ او ضمني ناستو او خبرو اترو هڅې د امریکا په شمول ، د سیمې د مختلفو هېوادونو او شخصیتونو له لورې وشوې، خو طالبان لا هم د امریکايي لوري سره د سولې د نهايې پریکړې تر لاسلیک پورې له افغان حکومت سره له خبرو او مذاکراتو مسلسل انکار ته دوام ورکوي.

په پام کې وه، چې د تېر سپټمبر میاشت کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په دوحه کې د نهو پړاونو د مذاکراتو په ترڅ کې د سولې د تړون او پریکړو له نهايي کېدو او د نړیوالو ضامینونو په مخ کې د علني لاسلیک تر رسمي مراسمو وروسته به د افغان لوري او طالبانو ترمنځ هم مذاکرات د سپتمبر په ۲۳مه پيل شي، ترڅو دایمي اوربند ته لاره هواره شې ، خو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ټرمپ له لورې د سولې د مذاکراتو له لغوه کېدو وروسته اوس داسې بریښي چې یو ځل بیا به د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

طالبان بیا بیا استدلال کوي، چې د ملي وحدت حکومت په منځ او د امریکایانو له مداخلې ور هاخوا د کابل ادارې کې د نظر او ژور اختلاف له کبله هغوی هېڅکله د وړو ملي مسألو ترڅنګ د جګړې د حل او سولې د پریکړو وړتیا نلري. دوی تر ډېره حده د دوحې د بین الافغاني ناستې د ۲۵۰ کسېزه پلاوي د خورا اوږد لیست جوړول د استدلال په توګه یادوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون