ټکنالوژي روغتيا او ژوند

تشناب کې موبایل کارول مو په بواسیرو اخته کوي

که تاسې هم یو له هغو کسانو یاست چې تشناب کې هم ځیرک موبایل کاروئ، نو باید پوه شئ چې تشناب کې د ځیرک موبایل کارول په بواسیرو ناروغۍ د اخته کېدو خطر زیاتوي.

روغتیايي څېړونکي وايي چې هغه کسان چې ځان سره تشناب ته ځیرک موبایل وړي او تشناب کې ډېر وخت تېروي؛نو دا په کولمو فشار راولي او د روغتیايي ستونزو لامل گرځي.

ځینې کسان شاید د مهمو برېښنالیکونو او پیغامونو د کتلو لپاره ځیرک موبایل تشناب ته یوسي، خو دغه کسان هم باید پوه شي چې دغه عادت هغوی په جدي روغتیايي ستونزو اخته کولی شي.

روغتیايي څېړونکی ډیبنکر شنکر مېترا په دې اړه وايي: «د موبایل کارولو له امله کموډ باندې اضافي ناسته د بدن لاندینۍ برخې باندې فشار راولي او فضله موادو اخراج لپاره د بدن لاندینۍ برخې ته د اړین لزجي موادو د لېږد مخه نیسي او په دې ډول انسان کې د بواسیرو په ناروغۍ د اخته کېدو خطر زیاتوي.»

نوین کومار د هندوستان ناریانا روغتون د معدې متخصص هم د ښاغلي شنکر مېترا له دغو څرگندونو سره موافقت کوي او وايي چې کموډ باندې اضافي ناسته انسان په بواسیرو اخته کوي.

ښاغلی کومار په دې اړوند وویل: «اصل کې دا ځیرک موبایل نه دی چې د بواسیرو لامل گرځي، بلکې د ځیرک موبایل د کارولو په پایله کې کموډ باندې اضافي وخت لپاره ناسته د دغې ستونزې لامل گرځي.»

دا چې په تشناب کې د مبایل کارول د ناروغۍ د لامل په توګه یاديږي، په داسې حال کې چې برېتانیا کې وروستۍ سروې ښيي چې ۵۷ سلنه کسان تشناب کې د ځیرک موبایل کارول منلي او ۸ سلنه نورو بیا یوازې دومره منلي چې تل تشناب ته ځیرک موبایل له ځانه سره وړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون