لوبې

شپږیزه: کابل بازانو د بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه

نن د شپږیزې لیگ لومړۍ لوبې کې کابل بازان د بند امیر ښامارانو په وړاندې لوبه ترسره کړه. کابل بازان دغه لوبه د اصغر افغان پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ۳۵ منډو وگټله.

د لوبې پچه کابل بازاونو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

کابل بازانو لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اصغر افغان پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو لپاره اصغر افغان په ۴۸ توپونو د پنځو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۹۲ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. سمیع الله شینواری هم په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

بند امیر ښامارانو لپاره مجیب الرحمن، فرید احمد، باطن شاه او فطرت الله یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بند امیر ښامارانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د حیات الله او باطن شاه غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۴ منډې جوړې کړې او په ۳۵ منډو يي ماتې وخوړه.

بند امیر ښامارانو لپاره حیات الله په ۲۲ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۱ او باطن شاه په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه او ناسوځېدلي پاتې شول.

کابل بازانو لوبډلې لپاره امیر حمزه ۲ او کریم جنت، سمیع الله شینواري او وقار سلام‌خېل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون