افغانستان سلايډ (فيچر)

د ارگ له لورې د بهرنیو چارو وزارت ګوښه شوی مامور بیا هم دنده نه پریږي

وروسته له هغې چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او تود هرکلي پر سر د ولسمشر د ویاند او بهرنیو چارو وزارت د ویاند په یوه وخت دوه بېلابېل غبرګونونه په ډاګه شول، بالاخره ولسمشر دې ته اړ شو، چې د یوې قضيې په اړه د حکومت د دوه ګوني دریځ او په رسنیو کې د خلکو د پراخو تبصرو او نیوکو څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د ګوښه کېدو فرمان صادر کړي.

خو ارګ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند صبغت الله احمدي د ګوښه کېدو د رسمي فرمان ۲۴ ساعته نه پوره کېږي، چې نه یوازې د حکومت د اجرائیه رئیس له اړخه دا فرمان رد بلکې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې يې د دندې د غځېدلو امر ورته وکړ.

خو نن یو ځل بیا په رسنیو کې دا خبر دی، چې تېره ورځ د ارګ له لوري د بهرنیو چارو وزارت له دندې منفک او څارنوالۍ ته معرفي شوی مامور د ولسمشر د حکم خلاف ، نن د خپل کار په دفتر کې و او دندې ته دوام ورکوي.

هغه پرون ولسمشر غني په دې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړ، چې پاکستان ته د وسله والو طالبانو د پلاوي د ورتلو په اړه یې د ارګ د دریځ خلاف د دغه سفر هرکلی کړی.

خو د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت اجرائیه ریس د یاد شوي ویاند د ګوښه کیدو مخالفت وکړ او هغه نن خپلې دندې ته حاضر شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون