ټکنالوژي

د پکسل۴ ځیرکو موبایلونو بیه هم افشا شوه

گوگل اعلان کړی چې د اکتوبر په ۱۵مه به د خپلو ځیرک موبایلونو د لړۍ نوي ځیرک موبایلونه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې کاروونکو ته معرفي او د وړاندې کېدو نېټه به يي په ډاگه کړي.

خو تر دې دمه د دغه ځیرک موبایل تقریباً ټولې ځانگړنې او وړتیاوې افشا شوي. تر دې دمه د ځیرکو موبایلونو تاریخ کې د هېڅ بل ځیرک موبایل ځانگړنې د گوگل پکسل د راتلونکو ځیرکو موبایلونو په کچه نه وې افشا شوې.

د معلوماتو د افشا کېدو لړۍ له پیلېدو سره خپله گوگل خپل رسمي ټوېټر پاڼې کې د دغو ځیرکو موبایلونو، چې پکسل۴ او پکسل۴ اېکس اېل، نومول شوي تصویرونه خپاره او ډیزاین يې له کاروونکو سره شریک کړ.

له دې وروسته بیا هم د معلوماتو د افشا کېدو لړۍ ادامه درلوده او د دغو ځیرکو موبایلونو ټولې ځانگړنې او وړتیاوې د مختلفو افشا کوونکو سرچېنو له لورې افشاء شول.

خو تر دې دمه د دغو ځیرکو موبایلونو بیې اړوند هېڅ ډول معلومات نه وو افشا شوي.

اوس اېوان بلاس چې د ځیرکو موبایلونو اړوند د معلوماتو افشا کولو باوري سرچینه ده، د دغو ځیرکو موبایلونو د بیې اړوند معلومات هم افشا کړل.

د دغو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ پکسل۴ به دوې مختلفې بڼې ولري.چې د ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به یې ۱۰۵۰ کاناډايي ډالره او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به ۱۲۰۰ کاناډایي ډالره وي.

په همدې ډول پکسل۴ اېکس اېل به هم په دوو مختلفو بڼو کې وړاندې شي. چې د ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به ۱۲۰۰ کاناډايي ډالره او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه به یې ۱۳۶۰ کاناډايي ډالره وي.

د یادونې ده چې دغه بيې یوازې د کاناډا لپاره دي او نورو هېوادونو کې د مختلفو لاملونو، په ځانگړی ډول د مالیو له امله مختلفې وې او ښايي نورو هېوادونو کې به په دې بیه وړاندې نشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون