افغانستان امنيت سلايډ (فيچر) نظر

د اتلس کلنو افغان ځوانانو همځولې جګړه!

نن د (اکتوبر اوومه) پر افغانستان د امریکا د برید او د طالبانو د رژیم د ړنګېدو ۱۸ کاله پوره کېږي.

د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر د میاشتې پر۷مه نېټه له نن څخه ټيک اتلس کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ د ناټو او ایساف په چوکاټ کې نړیوالو ځواکونو پر افغانستان لومړی هوايي یرغل پيل کړ او وروسته یې د وخت د شمال ټلوالې او سیمه يېزو ملیشو په مټ په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ړنګه او د بن د لومړنۍ بېړنۍ ناستې په سلا مشوره نوی نظام رامنځته کړ.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له خوا د طالبانو د ځپلو ۱۸ کاله تېرېږي چې ۱۸ کلنو افغان زلمیانو خپل ټول عمر په جګړه کې تېر کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سر شمېرنې مرکزي ادارې ویلي، د هېواد په شاوخوا ۳۲ میلیونه وګړو کې ۴۸ سلنه یې تر ۱۵ کلونو ټیټ عمرونه لري.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف ده چیلډرېن) د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې او طالبانو ترمنځ د جګړې د ۱۸ کلونو تېرېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو او بمونو له ترهې ډک ژوند تېروي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر اونو وان مانین ویلي، د جګړې د پاتې شویو توکو د چاودنو د قربانیانو ۸۴ سلنه یې تر اتلس کلنۍ د ټیټ عمر ماشومان دي.

دغه سازمان زیاتوي، جګړې پر افغان ماشومانو ډېر ناوړه اغېز کړی او اوس ۳٫۷ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له کبله له ښوونځیو او تعلیم بې برخې دي چې ۶۰ سلنه پکې نجونې دي، چې د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ناامنیو له کبله ۷۰۰ ښوونځي تړل شوي وو.

دغه سازمان په جګړه کې له ماشومانو د ګټې اخېستو د مخنیوي غوښتنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو د ښوونځیو او روغتونونو د امنیت نیولو غوښتنه کوي.

د ماشومانو د ساتنې د سازمان په خبرپاڼه کې افغانستان د ماشومانو لپاره خطرناک ځای بلل شوی چې په وینا یې، ډېری ماشومان اړ دي چې د بې وزلۍ له کبله خطرناکو واټونو کې کار وکړي او یا د حکومت او نور وسله والو سره یو ځای شي.

په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې دغه سازمان ویلي، افغانستان د عراق،‌ سوریې، یمن، سومالیا او سوېلي سودان هېوادونو په څېر د ماشومانو لپاره د لسو ډېرو بدو هېوادونو په نوملړ کې راځي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا تاوتریخوالی ورسره شوی او له ۲۷۴ ماشومانو د جنګیالي په توګه ګټه اخېستل شوې او یا یې هم د اورپکو د ملاتړي رول لوبولی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم وايي چې ۳٫۸ میلیون ماشومان انساني مرستو ته اړتیا لري او ۶۰۰ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.
همداراز د ملګرو ملتونو یو تازه راپور چې درې ورځې وړاندې خپور شو، وايي چې د نورو ملکي وګړو سربېره یوازې په تېرو څلورو کلونو کې ۱۲زره افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې د تېرو څلورو کلونو پر مهال د امنیت خرابوالي له امله د ماشومانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.
د یاد سازمان له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موده کې د بیلابیلو پېښو له امله تر ۱۲زره ډېرو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او تر ۹۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي چې ماشومانو ته د سړک غاړې ماینونو، هوایي بریدونو او شپنیو ځمکنیو عملیاتو پر مهال مرګ ژوبله اوښتې ده چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د ایتلافي او افغان ځواکونو له لورې په وروستیو هوایي بریدونو کې د ملکیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وژل کېدو سخت خواشیني دي او له ښکېلو غاړو غواړي چې د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

نو به همدې اساس هغه افغان ماشومان چې اوس یې عمر اتلس کلنۍ ته رسېږي ټول عمر یې په جګړو کې تېر کړی دی. یاده اداره دا راپور په داسې حال کې خپروي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل نن اتلس کاله پوره شول.

یاد سازمان د همدې اتلس کلنې جګړې په اړه نن یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي، افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو او بمباریو پر غږونو له خوبه راویښېږي چې دا یوه ستره انساني فاجعه ده. دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې ۸۴ سلنه قربانیان یوازې تر اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان جوړوي.

وسیم درانی

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون