سلايډ (فيچر) سياست نظر

د اتلس کاله په اور کې څېړنیز کانفرانس پریکړه‌لیک

نن په کابل کې پر افغانستان د امریکا د یرغل د ورځې د اتلسمې کلیزې په مناسبت -د اکتوبر اوومه نيټه،اتلس کاله په اور کې- تر عنوان لاندې د سولې محور په نوښت جوړه شوې غونډه کې چې د افغانستان مشهورو سیاستوالو، پخوانیو چارواکو او د سولې محور مدني ټولنې غړو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې بېلابېلو لیکوالو، سیاستوالو او څېړونکو د اتلسو کلونو په اوږدو کې پر افغانستان د امریکايي یرغل په ټس کې د ولس د کړاوونو، وحشتونو د خاطرو او ناوړه پایلو په اړه خپلې ویناوې او نظرونه څرګند کړل.

نړۍ نیوز ته د یادې غونډې پریکړه لیک را رسېدلی، چې دلته یې له تاسو سره شریکوو:

د اتلس کاله په اور کې کانفرانس پرېکړه لیک

۱- د اووم اکتوبر غونډي ګډونوالو دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ وبلله، د امریکا راتګ افغانستان ته ښکاره یرغل بولي او دا تیری د ټولو اسلامي، بشري او نړیوالو قوانینو خلاف عمل ګڼي.

۲- مونږ ددې غندنغونډې په مټ له بهرنیو ځواکونو په جدي توګه غواړو چې فورا له افغانستانه په مسؤولانه توګه ووځي، او د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو کې خپلې لاسوهنې بندې کړي.

۳- سوله د افغانستان د خلکو مبرم ضرورت دی، مونږ د جګړې په ټولو طرفونو په ډیر صراحت غږ کوو چې جګړه پای ته ورسوي، سولې ته غاړه کښيږدي او د افغانستان دایمې ثبات لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د افغانانو دغه برحقه داعیه واوري.

۴- په روانه جګړه کې د ملکي خلکو وژنې په کلکه غندو، د ملکیانو خوندیتوب لپاره باید د جګړې ټول لوري لازم میکانیزمونه رامنځته کړي او اجازه ورکړي چې عام افغانان د جګړې اوره خوندي ووځي.

۵- په اخیر کې وایو چې هره جګړه پای لري او پای یې په سوله تمامیږي، څومره چې د سولې خبرې ژر پيل شي هومره ژر به د جګړې بدمرغه ټغر له ګران افغانستانه را ټول شي.

د یوه خپلواک، اباد او سرلوړي لوی افغانستان په هیله

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون