افغانستان سلايډ (فيچر)

د ملي اردو د جلب و جذب پر موټر یوې چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د دریمې ناحیې اړونده سېمه کې د دوشنبې په ورځ مازیګر مهال د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته د تازه جلب شویو ځوانانو پر لېږدونکي کاسټر موټر خونړۍ چاودنه وشوه، چې د ننګرهار د والي د ویاند په وینا شاوخوا څلويښتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وايي، چاودنه په یوه زرنج کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په مټ شوې ده، چې دا زرنج د سړک تر غاړې ولاړ و او هغه مهال وچاودېد چې کله د ملي اردو جلب او جذب کاسټر موټر یې ترڅنګ تېرېده، چې د نوموړي په خبره په دې چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شو ي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي چې په وژل شويو کسانو کې ملکیان هم شته دي.

همداراز یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، پیښه کې۱۰تنه مړه شوي او ۲۹ تنه نور ټپيان شوي دي،چې د پېښې ټپيان حوزوي روغتون ته لیږدول شوي او د یو شمیر ټپیانو حالات هم نازک ښودل شوی دی. په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

تراوسه د پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

راپور وايي، چې په دې موټر کې تازه له ننګرهاره کابل ته د ملي اردو د جلب و جذب قومندانۍ ته تازه کامیاب شوي ځوانان سپاره وو، او نن به کابل ته د نورو زده کړو او پوځي پړاونو د بشپړولو لپاره لېږدول کېدل.

په وژل شویو کسانو کې د عزت الله په نوم د یوه ځوان خپلوان، چې د ننګرهار د خوګیاڼو اوسېدونکی دی وايي، چې د نوموړي یو ورور داعش وسله والو ور وژلی دی او دی خپله د ډېر زیات اقتصادي مجبوریت له کبله ملي اردو ته شامل شوی و او تېره ورځ يې خپلې خور ته ویلي و، چې کله له کابله او له هغې خوا نه بېرته کور ته راځې نو به ورته د ژمي لپاره جامې را اخلم.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون