لوبې

پاکستان خپل کور کې پرلپسې دوهمه ماتې تجربه کړه

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه هم د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې په ۳۵ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سریلانکایۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د راجاپکسا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۸۲ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره راجاپکسا په ۴۸ توپونو د څلورو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۷۷ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

پاکستان لپاره عماد وسیم، وهاب ریاض او شاداب خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان یو ځل بیا کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۹ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې او په ۳۵ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره عماد وسیم په ۲۹ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سریلانکا لپاره پرادیپ ۴، ډي سېلوا ۳، اوډانا ۲ او راجېتا یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون