ټکنالوژي سلايډ (فيچر)

پرمختللي هېوادونو کې کوم ځیرک موبایلونه زیات کاروونکي لري؟

د ځیرکو موبایلونو په برخه کې سیالي او رقابت تر بل هر وخت سخته او پېچلې شوې. د نړۍ ځینې پیاوړي او نوي رامنځته شوې کمپنۍ هڅه کوي ترڅو د مختلفو ځانگړنو لرونکو ځیرک موبایلونو په وړاندې کولو سره لا زیات کاروونکي جذب کړي.

پدغه برخه کې سامسنگ، اپل او هواوې د نړۍ تر ټولو غوره او ډېر کاروونکي لرونکي کمپنۍ دي، خو د ځینو چینایي کمپنیو لکه اوپو، ویوو، شیاومي او داسې نورو کاروونکي هم مخ په زیاتېدو دي او د ارازن بیه ځیرکو موبایلونو وړاندې کولو سره یې د نړۍ د غوره درې کمپنیو لپاره یې د سوداګرۍ په ډګر کې ستونزې راولاړې کړي.

په نړیواله کچه سامسنگ تر ټولو زیات کاروونکي لرونکي کمپنۍ ده. له سامسنگ وروسته اپل دوهم او هواوې درېیم مقام خپل کړی او د نورو کمپنیو په پرتله ډېر کاروونکي لري.

 

د نړۍ په یو شمېر پرمختللو هېوادونو کې ډېر کاروونکي لرونکي کمپنۍ:

هندوستان

هندوستان کې شیاومي نومې چینایۍ کمپنۍ تر ټولو زیات کاروونکي لري. د هندوستان په بازارونو کې د کاروونکو د شمېر له نظره سامسنگ دوهم مقام لري. همدارنګه په دغه هېواد کې اوپو، ویوو او ریالمي هم زیات شمېر کاروونکي لري.

د امریکا متحده ایالات

امریکا متحده ایالاتو کې اپل تر ټولو زیات کاروونکي لري. له اپل وروسته د کاروونکو شمېر له نظره سامسنگ دوهم، اېل جي درېیم او موټرولا څلورم مقام خپل کړی.

انگلستان

انگلستان کې هم اپل لومړی مقام لري. له اپل وروسته سامسنگ، هواوې او الکاټېل هم زیات شمېر کاروونکي لري.

کاناډا

کاناډ کې هم د ځیرکو مبایلونو ډېری کاروونکي اپل خوښوي، چې له همدې امله دغه هېواد کې هم اپل تر ټولو زیات کاروونکي لري. له اپل وروسته سامسنگ دوهم او هواوې درېیم مقام لري.

استرالیا

استرالیا کې بیا سامسنگ تر ټولو زیات کاروونکي لري. له سامسنگ وروسته اپل دوهم او هواوې درېیم مقام خپل کړی.

تایلینډ

تایلینډ کې بیا د اوپو ځیرک موبایلونه تر ټولو زیات کاروونکي لري. دغه هېواد  کې د کاروونکو د شمېر له نظره اپل دوهم او سامسنگ درېیم مقام لري.

متحده عربي امارات

په متحده عربي اماراتو کې بیا سامسنگ تر ټولو زیات کاروونکي لري. له سامسنگ وروسته د نورو کمپنیو په پرتله اپل او هواوې ډېر کاروونکي لري.

چین

چینايي کاروونکي بیا خپل د هېواد له تولیداتو سره مینه لري او دغه هېواد کې د کاروونکو د شمېر له نظره هواوې لومړی، ویوو دوهم او اوپو درېیم مقام خپل کړی.

جاپان

جاپان کې هم د اپل د کاروونکو شمېر تر ټولو زیات دی. له اپل وروسته سامسنگ او هواوې تر ټولو زیات کاروونکي لري.

مالیزیا

مالیزیا کې د سامسنگ کاروونکي تر ټولو زیات دي. دغه هېواد کې اوپو د کاروونکو د شمېر له نظره دوهم مقام خپل کړی.

سنگاپور

سنگاپور کې د کاروونکو شمېر له نظره اپل لومړی او سامسنگ دوهم مقام خپل کړی.

روسیه

روسیه کې کاروونکي امریکايي تولیدات نه خوښوي، چې له همدې امله دغه هېواد کې هواوې او سامسنگ د کاروونکو له نظره لومړی او دوهم غوره کمپنۍ دي.

برازیل

د برازیل خلک هم د اپل تولیداتو سره ځانگړې دلچسپي نه لري. دغه هېواد کې د کاروونکو د شمېر له نظره سامسنگ لومړی، اېل جي دوهم او موټرولا درېیم مقام لري.

جرمني

د جرمني کاروونکي هم د سامسنگ تولیدات خوښوي. دغه هېواد کې هم سامسنگ د کاروونکو د شمېر له نظره لومړی مقام لري. له سامسنگ وروسته اپل دوهم او هواوې درېیم مقام خپل کړی.

فرانسه

فرانسې کې هم د جرمني په څېر سامسنگ لومړی، اپل دوهم او هواوې درېیم مقام خپل کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون