سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ وايي امریکا به نور بې ګټې او اوږدو جګړو ته لاس نه اچوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو تازه او حيرانونکو ټويټونو کې ويلي، د دې وخت رارسېدلی چې امریکا بې پایلې جګړې پای ته ورسوي او امریکايي عسکر خپل هېواد ته راوستل شي او بیا هېڅکله بې مانا جګړې پيل کړي.

ټرمپ ويلي، امريکايي عسکر بايد يوازې د دېرشو ورځو لپاره سوريې ته تللي وای، خو موږ هلته څو کاله تېر کړل او بې هدفه جګړه کې ښکېل پاتې شو او نور بايد داسې بې هدفه جګړې پای ته ورسيږي.

هغه وايي، کله چې زه واک ته ورسېدم، داعش ترهګره ډله په سيمه کې خپره وه، موږ ټوله ډله له منځه يوړه، د دې ډلې زرګونه غړي مو نيولي، چې ډېری يې د اروپايي هېوادونو دي.

ټرمپ دا هم ویلي چې امریکا د تېر په څېر حماقت نه کوي چې د اروپايي هېوادونو او یا نور د امنیت لپاره د نړۍ ګوټ ګوټ کې جګړه وکړي.
دده په خبره اوس باید امریکا له ټولو بې مانا او مسخره جګړو ووځي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ يې د سوريې له شماله د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل کړه.

نوموړي د ترکيې شمال کې د کردي وسله والو ډلو ستاينه کړې، چې د امريکايي عسکرو په ملاتړ يې جګړې کړي، خو امریکا دغو جګړه مارانو ته مالي او پوځي مرستې ور کړي دي.

ټرمپ له سوریې څخه د خپلو ځواکونو دایستلو په اړه ویلي، چې دغه سرتېري د ۳۰ ورځو لپاره تللي وو خو اوس یې کلونه تېر کړل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون