روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر)

هغه خواړه چې د وینې جریان غوره کوي او د وینې غوټې له منځه وړي

د وینې رگونه په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. د وینې رگونه ټول بدن کې هرې حجرې ته غذايي مواد او اکسیجن لرونکې وینه رسوي. د بدن غوره روغتیا او د دې لپاره چې د وینې جریان له ستونزو سره مخ نشي، باید جدي پاملرنه وشي ترڅو وینه په رگونو کې غوټه نشي.

د مشبوع شوي غوړ، پروسس شوې بوره، الکولي مشروبات او سگرېټ څښلو پایله کې لوگی او غوړ د وینې رگونو داخلي برخو کې نښلي او د وینې رگونه کلک او تنگوي. دغه ستونزه «د رگونو کلکېدل یا Arteriosclerosis» بلل کېږي. د رگونو کلکېدل بیا د مغزي سکتې، زړه ناروغیو او زړه حملې له سترو لاملونو شمېرل کېږي.

هغه خواړه چې د وینې د رگونو کلکې شوي برخې ترمیموي او په کې د وینې غوټې له منځه وړي:

۱- دارچینی (Cinnamon)

ایا پوهېدئ چې په ورځني ډول یوه کاچوغه میده شوې دارچیني خوړل د وینې غوړ (کولېسټرول) کچه ټیټوي او د وینې رگونو کې راټول شوي اضافي او مضر مواد له منځه وړي؟

له دې سربېره، دارچیني پیاوړی انټي اکسېډنټ هم دی چې وینه له زیانمنوونکی اکسېډېشن څخه ژغورلو سره د زړه روغتیا غوره کوي.

۲- هوږه

هوږه د کولېسټرول او وینې لوړ فشار کچه ټیټوي. د نورو بې شمېره ژوند ژغورونکو روغتیايي گټو سربېره، د وینې رگونو څخه د وینې غوټه او نور راټول شوي مضر مواد له منځه وړي. د هوگې د روغتیايي گټو ترلاسه کولو لپاره، ۱ – ۲ پلۍ اوومه هوږه وخورئ.

۳- انار

انار هم وینه له زیانمنوونکي اکسېډېشن څخه په ژغورلو او د وینې رگونو کې د شته مضرو مواد او خنډونو له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کوي. له دې سربېره، انار په وینه کې د نېټرېک اسید تولید زیاتوي، کوم چې د وینې د رگونو خلاصولو او د وینې فشار منظمولو کې مرسته کوي.

۴- کورکمن

کورکمن خپل ترکیب کې پولیفینول لري، چې د زړه روغتیا او له ناروغیو څخه د خوندیتوب لپاره تر ټولو گټور مرکب بلل کېږي. څېړنو ثابته کړې چې کورکمن د وینې رگونه له مختلفو زیانمنوونکو لاملونو څخه خوندي ساتي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون