پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

عمران خان: طالبان او امریکا دواړه سوله غواړي،باید خبرې بیا پيل شي

پاکستاني رسنۍ وایي ، د پاکستان صدراعظم عمران خان نن سه شنبه / اکتوبر۸مه له چین څخه پلازمېنې اسلام اباد ته له ستنېدو وروسته له یو شمېر امریکايي قانونپوهانو سره په خبرو کې وویل، چې امریکا او طالبانو دواړه سوله غواړي او باید دا مذاکرات له سره پيل شي..

عمران خان وايي دواړه خواوې سوله غواړي او یو ځل بیا یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه وکړه.

عمران خان د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۸) په اسلام اباد کې د امریکا له ځینو قانون جوړوونکو سره له ملاقات وروسته وویل چې د افغانستان د شخړې یوازینی حل د سولې مذاکرات دي.. نوموړي امریکایي استازو ته ژمنه ورکړې، چې هېواد به یې د تېر په څېر په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

تېره اونۍ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

ځینې پاکستاني رسنۍ وايي چې طالب مشرانو له عمران خان سره هم لیدلي دي. خو د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال فردوس عاشق اعوان دا راپورونه رد کړل او طالبانو هم تر اوسه له عمران خان سره د خپلو مشرانو د لیدلو په تړاو څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون