افغانستان سلايډ (فيچر)

ملي امنیت د القاعده شبکې د یو مهم مشر عاصم عمر د وژل کېدو ادعا کړې

ملي امنیت ادارې په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د افغانستان، پاکستان او د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې مهم مشر عاصم عمر په هلمند ولايت کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت چارواکي وايي، عاصم عمر د هلمند په موسی کلا کې د هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دی. دې ادارې که څه هم تر اوسه د دغه مهم کس وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو ډېر جزیات نه دي په ډاګه کړي او دا هم معلومه نه ده چې نوموړی کله وژل شوی،ځکه له دې وړاندې هم څو ځلې د نوموړي د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي، خو ملي امنیت په یوه تازه ټویټر پیغام کې نن ویلي، نوموړی له خپلو شپږو نورو ملګرو سره د وسله والو طالبانو په یوه مرکز کې وژل شوی دی.

ویل کېږي چې نوموړی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ګډو ځواکونو د هغو عملیاتو په لړ کې وژل شوی، چې د دې ادارې په وینا تېره میاشت د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالب او بهرنيو جنګياليو پر یوه روزنیز مرکز باندې په موسی کلا ولسوالۍ ترسره شول.

عیني شاهدانو او د سیمې اوسېدونکو وويل چې لومړی د طالبانو پر اړوند یوه مرکز هوايي برید او چاپه ترسره شوه وروسته کله چې ګډ ځواکونه د وسله والو له مقاومت سره مخامخ کېږي، نو هوايي ځواکونو په سیمه کې نيږدې پر یوه واده هم درنه بمبارۍ کې وکړه چې لسګونو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

بل پلو د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بیا د ملي امنیت دا ادعا رد کړې ده او وايي چې دا بیخې حقیقت نلري، چې د القاعدې کوم مشر دې هلمند کې وژل شوی وي. نوموړی وايي، نوموړی زياتوي چې حکومت په موسی کلا کې له خلکو سره شوی زیاتی او د واده په مراسمو کې د زیاتې مرګ ژوبلې د خونړۍ پيښې او د ملکیانو له وژلو د خلکو پام بلې خوا ته اړولو لپاره دا اوازې خپروي.

له دې مخکې امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي وو چې ګډو ځواکونو د تېرې سپتمبر میاشتې وروستیو کې پر عاصم عمر او ملګرو یې هلمند کې بمباري کړې، چې د عاصم عمر برخلیک معلوم نه دی، خو یو شمېر نور وسله وال ملګري یې وژل شوي دي.

همدارنګه د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې هم د ملي امنیت ادارې د عاصم عمر د مرستیال عمر خطاب د وژلو خبر تایید کړی و، چې د ګډو ځواکونو په یوه هوايي برید کې له ۲۷ نورو ملګرو سره وژل شوی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون