لوبې

شپږیزه؛ مس عینک اتلانو پرلپسې دوهمه لوبه هم وگټله

د شپږیزې لیگ څلورمې لوبې کې د مس عینک اتلانو د بند امیر ښامارانو په وړاندې لوبه ترسره کړه. بند امیر ښامارانو لوبډلې دغې لوبې کې په ۹ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه مس عینک اتلانو وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

مس عینک اتلانو د رحمن الله گربز او نور علي ځدران پیاوړې توپ وهنې او غوره پیل په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

مس عینک اتلانو لپاره نور علي ځدران په ۴۰ توپونو د اتو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۷ او رحمن الله گربز په ۴۰ توپونو د دوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۵۶ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

بند امیر ښامارانو لپاره مجیب الرحمن ۲ او باطن شاه او جاوېد احمدي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بند امیر ښامارانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د جاوېد احمدي او شوکت زمان غوره توپ وهنې په مرسته ۱۸۳ منډې جوړې کړې او په نهو منډو يي ماتې وخوړه.

بند امیر ښامارانو لپاره شوکت زمان په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۴، جاوېد احمدي په ۳۰ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ او ناصر جمال په ۲۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

مس عینک اتلانو لپاره نوین الحق ۲ او محمد نبي، یمین احمدزی او نور احمد یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نور علي ځدران د غوره او چټکې توپ وهنې له امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون