سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ترکیې پوځ سوریې کې نظامي عملیات پیل کړل

په داسې حال کې چې نن چارشنبه ترکي چارواکو ویلي وو، چې له سوریې سره پر ګډه پوله یې د خپلو پوځیانو شمېر ډېر کړی دی او ډېر ژر به سیمه کې د کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړي، څو شیبې وړاندې د دغه هېواد ولسمشر په سوریه کې د نظامي عملیاتو د پيلولو اعلان وکړ.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دا پوځي عمليات د سوريې له ځواکونو سره په ګډه پلان شوي دي. د ترکيې پوځ غواړي چې د سوريې په شمال کې د امریکا پلوه کردي جنګیالیو پر ضد پراخ پوځي عمليات ترسره کړي.

د ترکیې له خوا د کردانو تر مشرۍ لاندې ځواکونو پر ضد د دغو عملیاتو یو هدف دا دی چې ترکیه غواړي د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله د سوریې په خاوره کې شاوخوا دېرش کیلومتره خوندي ساحه رامنځته کړي. انقره غواړي چې په دې خوندي سیمه کې هغه کابو درې نیم میلیونه سوري کډوال ځای پر ځای کړي چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي

ترکیه په سیمه کې فعال کردي جنګیالي ترهګر بولي، خو امریکا له ډېرې مودې راهیسې له دې جنګیالیو سره پوځي مرسته کوي. همدا کردي جنګیالي له ډېرې مودې راهیسې د امریکا له پوځي ملاتړه برخمن وو او دواړو په ګډه هلته د داعش ډله ماته کړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د سوریې په شمال کې مېشت امریکایي ځواکونو له سیمې په شا کېږي. له دې اعلان سره ترکیې ته لار هواره شوه چې سیمه کې خپل پوځي عملیات پیل کړي.خو ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې کردان یې یوازې نه دي پرېښي، او ترکیې ته یې خبرداری ورکړی چې که یې ناسم ګام پورته کړ نو امریکا به یې اقتصاد تباه کړي.

په امریکا کې د ننه او ځینو نورو هېوادونو له دې سیمې د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه غندلې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون