لوبې

شپږیزه؛ کابل بازانو خپل ټیټ هدف څخه دفاع وکړه

د شپږیزې لیگ پنځمه لوبه کې کابل بازانو د سپین غر زمریانو په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغې لوبې کې يي خپل ټیټ هدف څخه دفاع کولو سره په ۱۷ منډو بریا خپله کړه.

د لوبې پچه کابل بازانو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

کابل بازانو لوبډلې یوازې د کریم جنت غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو لوبډلې لپاره کریم جنت په ۳۳ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سپین غر زمریانو لپاره کریم صادق ۳، حمید حسن او شاهدالله دوه دوه او ظاهر خان یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د سپین غر زمریانو هم کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۹٫۵ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

سپین غر زمریانو لپاره نجیب ترکی په ۱۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۵ او کریم صادق په ۲۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

کابل بازانو لپاره وقار سلام‌خېل ۳، کریم جنت ۲ او چتارا، امیر حمزه او سمیع الله شینواري یوه یوه وېکېټه واخیسته.

کریم جنت د غوره توپ وهنې او پیاوړې او اقتصادي توپ اچونې له امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون