افغانستان سلايډ (فيچر)

یوناما وايي، د ګډو ځواکونو لخوا فراه کې د هوايي بریدونو لسګونه قربانیان ټول ملکیان دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا -یوناما- او د بشري حقونو د سازمان ګډې څېړنې ښیي چې امریکایي ځواکونو پنځه میاشتې وړاندې په فراه کې د نشه يي موادو د کارخانو په نامه په ترسره کړیو پراخو ا هوايي عملیاتو کې د ملکیانو کورونه بمبار کړي چې له امله یې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، دا هوایي عملیات د روان کال د مۍ میاشتې په پنځمه او د سنبلې د میاشتې په ۳۰مه نېټه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

د روان کال د مۍ میاشتې په پنځمه نېټه د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په یاد برید کې یې د مخدره توکو ۶۸ کارخونې له منځه وړې او دغه راز یې ۱۵۰ طالبان هم وژلي دي. خو له دې سره جوخت په ټولنیزو رسنیو کې د څو لنډو ویډیويي کلیپونو له مخې د سیمې اوسېدونکو ویل، چې په یاد برید کې نه د نشه یي توکو کومه کارخونه له منځه تللې او نه هم طالبان، بلکې د برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي او په ويډيو کې هغه صندوقونه او المارۍ ښيي چې په دې بمباریو کې پکې د کورونو ټول سامانونه له منځه وړل شوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» او د بشري حقونو سازمان په خپل ګډ راپور کې ويلي، د روان ۲۰۱۹ کال په می مياشت کې امریکايي الوتکو د فراه ولايت بکوا ولسوالۍ کې د ملکيانو کورونه بمبار کړي وو او لسګونو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

د يوناما او بشري حقونو د سازمان په راپور کې راغلي، د سيمې له خلکو يې پوښتنې کړي او بالاخرې دې پایلې ته رسيدلي، چې سيمه کې د مخدره موادو ځينې کارخونې شته، خو د طالبانو ملکيت نه دي او وژل شوي خلک هم ټول ملکيان دي.

د راپور له مخې په وژل شوو کې ځينو خلکو د مخدره موادو په کارخونو کې کارونه کول، خو يو شمېر نورې مېرمنې او ماشومان په خپلو کورونو کې وژل شوي دي.

يوناما او د بشري حقونو سازمان وايي، که دغو خلکو د مخدره موادو په کارخونو کې هم کارکاوو، بايد پر خلاف يې قانوني ګامونه پورته شوي وای، د ژوند خونديتوب مستحق وو او بايد په بمباريو کې نه وای وژل شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون