افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني ارګ کې له امریکایي سناتورانو سره کتلي

د ارګ له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر غني د چارشنبې/تلې۱۷مه نېټه ماښام په ارګ کې د امریکا د سنا د مجلس له استازو سره د ټاکنو د پایلو، سولې او جګړې په تړاو په لیدنه-کتنه کې خبرې کړې

خبر پاڼه وايي،” په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د امریکا د سنا مجلس پلاوي د افغانستان د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ، ټاکنې د ولسواکۍ د اساساتو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.

یاد پلاوي تروریزم سره د مبارزې او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او وې ویل، د امریکا متحده ایالات د سولې د هغې پروسې هرکلی کوي چې د ښځو د حقونو او جمهوري نظام د تداوم ترڅنګ په کې د تېرو دوو لسېزو ټولې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.”

تر اوسه دا جوته نه ده ، چې د دې کتنې نور جزئیات څه دي، ایا د سولې او که د ټاکنو د پایلو په تړاو د کاندیدانو او ډلو ترمنځ د را پورته شویو ناندریو په اړه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون