افغانستان سلايډ (فيچر)

بشري حقونه: افغان حکومت د رواني ناروغانو درملنې ته پاملرنه نه کوي

د بشري حقونو د څار ټولنې د هغو افغانانو چې د جنگ جگړو، تاوتریخوالي او بمباریو له کبله د رواني فشار او ډول ډول ناروغیو سره مخ دي، په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې د اتلس کلنو د لاسته رواړنو سربېره لا هم د رواني ناروغانو درملنې ته هېڅ پاملرنه نشته او د راتلوونکي افغان حکومت لپاره یوه لویه ننگونه ده.

د بشري حقونو د څار ټولنه پر افغان حکومت نیوکه کړې، چې تل د اتلس کلونو لاسته راوړنو بحث کوي، خو بیا هم په دې کې پاتې راغلی دی چې د رواني ناروغانو سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د افغانستان نیمایي نفوس چې جنگونه یې لیدلي دي، د رواني فشار یعني د ډپریشن سره مخ دي خو دلس سلنې ۱۰٪ څخه هم ډېر لږ کسان د دې جوگه دي چې سم درمل ته لاسرسی لري.

دغه راپور زیاتوي چې د تیرو ۴١ کلونو پرله پسې جنگونو د افغانانو په رواني صحت ویجاړوونکی اغېز کړی دی. په ٢٠١٨ کال کې د اروپایي ټولنې د یوې سروې سره سم شاوخوا ٨٥٪ افغانانو په خپل ژوند کې یوه زړه بوږنوونکې پیښه لیدلې ده. هغه کسان چې په سروې کې یې برخه لرله، نیمایي یې په رواني فشار اخته دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان سره د جگړو او بحران کارپوه جوناتن پیډنالت وایي چې په افغانستان کې د لسیزو راهیسې روانو جگړو گڼ شمیر افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي دي. د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت د روغتیا وزیر چې د ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې تېر کال د غوره کارکردګۍ له کبله نړیواله جایزه هم ګټلې ده، دا مهال د خپلې بودجې ٧٪ په صحت مصرفوي چې د دغې نه یې ٢٦ فیصده په رواني صحت مصرفیږي.

دغه راپور وایي چې د افغانستان حکومت او نړیوال مرسته کونکي دې پدغه لړ کې کار وکړي او رواني صحت خدمات دې وغځوي.د بشري حقونو د څار ډلې د افغانستان د حکومت برسیره په نړیوالو هم غږ کړی دی چې د افغانانو د رواني درمل په برخه کې پیاوړي گامونه پورته کړي.

د حلیمې په نامه یوې ځوانې میرمنې په دې اړه بي بي سي ته ویلي، چې دې وروسته له هغې خپل خوب او سکون له لاسه ورکړی ، چې پر کور یې د عملیاتو پر مهال هوان مرمۍ لګېدلې او کور یې نړول شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون