لوبې

پاکستان خپل کور کې کمزورې سریلانکايۍ لوبډلې له لوري وایټ واش شو

د پاکستان او سریلانکا ترمنځ وروستۍ شل اوریزه لوبه هم د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې په ۱۳ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سریلانکا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اوشادا فرنېنډو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۴۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره یوازې اوشادا فرنېنډو په ۴۸ توپونو د اتو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

پاکستان لپاره محمد عامر ۳ او عماد وسیم او وهاب ریاض یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د حارث سهیل نیمه سلیزې په مرسته ۱۳۴ منډې جوړې کړې او په ۱۳ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره یوازې حارث سهیل په ۵۰ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سریلانکا لپاره ډي سېلوا ۳، کومارا ۲ او راجېتا یوه وېکېټه واخیسته.

د دریو شل اوریزو لوبو د دغې لړۍ لومړۍ او دوهمه لوبه هم سریلانکا گټلې وه او دغې لوبې گټلو سره يي پاکستان په خپل کور کې وایټ واش کړ. د یادونې ده چې د سریلانکا دغې لوبډلې کې اکثره ځوان او بې تجربه لوبغاړي شامل دي او پېژندل شوو او تجربه لرونکو لوبغاړو يي پاکستان ته له سفر څخه نټه کړې وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون