روغتيا او ژوند

رومي بانجان مو د دغو روغتیايي گټو په مرسته ژوند ژغوري

ایا پوهېږئ رومي بانجان چې اکثره خوړو کې د خوند او رنگ د زیاتولو لپاره کارول کېږي، بې شمېره روغتیايي گټې هم لري.

رومي بانجان مو له عامو او وژونکو ناروغیو څخه د ژغورنې سربېره هم ژوند ژغوري او هم مو پیسې سپموي. دلته مو له یو شمېر هغو لاملونو سره چې ولې باید زیات رومي بانجان وکاورئ اشنا کوو:

رومي بانجان د سرطان خطر کموي

رومي بانجان د لیسوپین نومې انټي اکسېډنټ لرلو له کبله د سرطان ضد ځانگړنې لري او په مرسته يې د دغې وژونکي ناروغۍ مخه نیسي. کارپوهان وايي چې لیسوپین د مرۍ، ستوني، خېټې، رحم، پروستات او کولمو سرطان څخه د انسان په ژغورلو کې د پام وړ مرسته کوي. د سرطان د دغو ډولونو څخه د خوندیتوب لپاره، رومي بانجان باید په لږه تودوخه پاخه او وخوړل شي.

خوړل يې انسان ځوان ښيي

د لیسوپین سربېره، رومي بانجان نور ډېر انټي اکسېډنټونه هم لري. یو له دغو څخه وېټامین سي ده، چې د پوټکي د روغتیا لپاره ډېره گټوره ده. رومي بانجان کارول په پوټکي کې د عمر زیاتېدو د نښو د رامنځته کېدو څخه مخنیوی کوي. له دې سربېره، وېټامین سي هغه رادیکالونه چې د زړېدو پروسه گړندی کوي له منځه وړي.

رومي بانجان زړه روغ ساتي

رومي بانجان کې شته انټي اکسېډنټونه د زړه روغتیا په غوره ساتلو کې هم مرسته کوي. رومي بانجان د غوړ د حجراتو اکسېډېشن څخه چې وروسته بیا د وینې رگونو کې د کولېسترول په بڼه نښلي مخنیوی کوي. په دې ډول رومي بانجان د وینې رگونو کې د غوټې د رامنځته کېدو مخه نیسي، او دغه ځانگړنه بیا د وینې لوړ فشار او زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي

هر څوک په دې پوهېږي چې د بدن د پیاوړي دفاعي سیستم لپاره وېټامین سي ته اړتیا ده. په ځانگړي ډول په دغو ورځو کې چې ذهني فشار، غیر صحي خواړه او ناپاکه هوا ډېره عامه ده، د بدن پیاوړی دفاعي سیستم به ډېر گټور وي. په دغه صورت کې به لږ ناروغ شئ او بېرته به ژر ښه شئ. رومي بانجان هم د وېټامین سي غوره سرچینه ده او په دې ډول به مو د بدن دفاعي سیستم ځواکمن کړي.

د سترگو روغتیا غوره ساتي

له وېټامین سي پرته، رومي بانجان د وېټامین اې غوره سرچېنه هم ده او دا خو ټولو ته معلومه ده چې وېټامین اې د سترگو لپاره بیخې زیات گټور دی. وېټامین اې، چې انټي اکسېډنټ هم دی، د سترگې شاتنۍ برخې کې د رڼا په وړاندې د حساسیت لرونکې حجراتو پرده چې رېټینا نومېږي خوندي ساتي. که غواړئ د سترگو لید مو پیاوړی وساتئ، نو زیات رومي بانجان وکاورئ.

د سگرېټ د لوگي له زیانونو مو ژغوري

حتی که سگرېټ نه څښئ، خو سگرېټ څښونکی سره ژوند کوئ نو د سږو سرطان او د نورو ناوړه روغتیايي ستونزو خطر سره مخ یاست. د سگرېټ څښونکي له خولې وتونکې لوگی تنفس کول پر روغتیا له سگرېټ څښلو هم ناوړه اغېز لري.

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي، چې رومي بانجان خوړل مو د سگرېټ د لوگي د تنفس کولو له ناوړه اغېز او رامنځته کوونکو ناروغیو ژغوري.

د ادرار د نل ناروغیو څخه مخنیوی کوي

رومي بانجان د ادرار زیاتولو سره د ادراري نل څخه د باکتریاوو د خارجولو په مرسته ادراري نل له ناروغیو ژغوري. طبي څېړونکي وايي چې د دغې ځانگړنې په مرسته، رومي بانجان د مثانې د سرطان خطر هم کموي.

د هاضمې سیستم غوره کوي

په زیاته اندازه فایبر لرلو له امله، په ورځني ډول رومي بانجان کارول د فضله موادو خارجول نورماله کوي. کافي اندازه فایبر لرونکي خواړه خوړل له قبض، د خېټي اضافي گیس او باد څخه هم مخنیوی کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون