افغانستان سلايډ (فيچر)

سرچېنه: د ملا برادر پر کور د برید اوازه حقیقت نلري

طالبانو ته یوې نیږدې سرچینې څو شیبې وړاندې نړۍ نیوز ته وویل، چې د بلوچستان په کوټه ښار کې کې د طالبانو د مشرتابه د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر اخند پر استوګنځي د برید په تړاو خپاره شوي خبرونه او ګنګوسې حقیقت نلري،بلکې د نوموړي کورنۍ په کوټه ښار نه بلکې په قطر کې استوګنه کوي.

یو شمېر رسنیو نن داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ښاغلي ملا برادر اخند پر استوګنځي وسله وال برید شوی، چې که څه هم نوموړي او کورنۍ ته یې پکې کوم زیان نه دی رسېدلی؛ خو یو ساتونکی یې ژوبل شوی دی.

خو بل پلو د طالبانو یوې نږدې سرچینې نړۍ نیوز ته دا اوازه په کلکه رد کړه او ویې ویل، چې د طالبانو د مشرتابه سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قطر دفتر د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته له کورنۍ سره یو ځای د قطر په پلازمېنې دوحه کې ژوند کوي.

همداراز د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم څو شیبې وړاندې پر خپل ټویټر دا راپورونه رد کړي.

ښاغلي مجاهد ویلي ، چې ځینې رسنیو هم بې له پلټنې دا راپور خپور کړی دی، خو دا یې د افغان حکومت د استخباراتي کړیو پروپاګند بللی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون