افغانستان سلايډ (فيچر)

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو ژمنه اعلان کړه

د امریکا ولسمشر تېره ورځ په یوه تازه کمپایني غونډه کې خپلو پلويانو او امریکايي ولس ته یو ځل بیا ژمنه ورکړه چې له افغانستانه به خپل ځواکونه را باسي او کور ته به یې را ستنوي.

ټرمپ په دې اړه وايي چې موږ سوريې ته د ۳۰ ورځو لپاره ولاړو خو موږ هلته لس کاله تېر کړل. موږ افغانستان ته د لنډ وخت لپاره ولاړو خو اوس دا دی زموږ ۱۹ کاله هلته پوره شول پکار ده چې نور خپل ځواکونه خپلو کورونو ته راولو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې یې خبرې کولې وویل، اوس د دې وخت دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

نوموړي وویل، موږ غوښتل افغانستان کې د لنډې مودې لپاره پاته شو، خو اوس د ا دی د دوی د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ۱۹ کاله دوام وکړ. ټرمپ وایي، له دې وروسته په نړۍ کې اوږدې جګړې ختمول غواړي او ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه هیواد راولي.

که څه هم ټرمپ وایي، امریکایي ځواکونه به خپل هیواد ته ستانه کړي، خو په دې تړاو یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون